د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر سر له امريکا سره پر خپلې پاليسۍ غور کولای شو


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد (مېنځ کې ولاړ)، انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد (مېنځ کې ولاړ)، انځور له ارشيفه

د طالبانو حکومت امریکا ته خبرداری ورکړی چې که د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه وانخلي، نو دوی به له دې هېواد سره پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.

طالبانو تېر ماښام (فبرورۍ ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن غواړي پر خپل سر د افغانستان شتمني ولګوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر بایډن دا اقدام "څرګند تېری او ظلم" بلل کیږي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د فبرورۍ پر ۱۱مه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان لاسليک کړ. نوموړي پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل شوې اووه اربه ډالرو شتمنۍ نیمایي برخه به ازادوي او نوره به یې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر د ۱۱مې ترهګرۍ پېښې د قربانیانو د دعوې تر پای پورې ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG