د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګومل پوهنتون زده کوونکو د فیسونو او لګښتونو زیاتېدو ضد مظاهره کړې


په تېرو کلونو کې د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د لګښتونو زیاتېدو او محدودیتونو پرضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د لګښتونو زیاتېدو او محدودیتونو پرضد مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د ډېره اسماعیل خان د ګومل پوهنتون زده کوونکو د فیسونو زیاتوالي او په هاسټلونو کې د اسانیتاوو نه شتون پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د متحده طلبا محاذ په نوم د زده کوونکو د ټولنې یو مشر وايي، مظاهره چیانو غوښتنه کړې ده چې د پوهنتون مشر (وایس چانسلر) دې له دندې ګوښه شي.

نعمت وزیر د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، زده کوونکي ځکه په احتجاج مجبوره شول چې انتظامیې ورڅخه غوښتنه کړې ده چې هر زده کوونکی دې د هاسټل د بجلۍ لګښتونو لپاره ۱۵،۰۰۰ روپۍ اضافي ورکړي.

دی دا راز وايي چې د پوهنتون د روغتیايي او د ژویو علومو (هېلت اېنډ لایف ساینسز) څانګه د لوړو زده کړو له کمېشن سره ثبت نه ده چې له وجې یې د زده کوونکو مستقبل له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

مظاهره چیان دعوه کوي چې انتظامیه یې غوښتنې نه مني، چې څوک احتجاج کوي له پوهنتونه اېستل کېږي او پولیس د انتظامیې په لارښوونه ورباندې تشدد کوي.

په تېرو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په ګډون پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د لګښتونو زیاتېدو او محدودیتونو پرضد مظاهرې شوې دي.

د پوهنتون د انتظامیې دریځ

هلته د پوهنتون انتظامیه دا تورونه ردوي او وايي، ټولې پرېکړې یې له قانون سره سمې کړې دي.

د پوهنتون ویاند راجا عالمزېب د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په احتجاجونو کې هغه کسان ککړ دي چې په پوهنتون کې داخل نه دي او انتظامي چارو ته سیاسي رنګ ورکول غواړي.

دی دا راز وايي، اصلاً فیسونه په کمېدو دي او پر زده کوونکو هېڅ تشدد نه دی شوی. "دویمه خبره په هاسټل کې د بجلۍ ستونزې [په اړه ده]. نو انتظامیې ویلي دي چې په هر هاسټل کې د برېښنا یو میټر لګوي او ټول به یې په شریکه خرڅ ورکوي. چې زه بجلي کاروم نو [پیسې یا] یا بېل به یې هم زه ورکوم. یو طالب علم هیټر کاروي، بل اېیرکنډېشنر او بل کولر او بل یو غریب طالب علم دی چې دا کار نه کوي نو خرڅ به هم ورباندې هومره نه راځي. نو له دې کبله موږ بدلونونه کړي دي او اوس به د ټولو لپاره یو شان قانون وي."

خو متحده طلبا محاذ وايي، د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي او که غوښتنې یې نه منل کېږي نو په پېښور کې د اعلاوزیر دفتر مخې ته پرلت وهي.

XS
SM
MD
LG