د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې تر جرګې وروسته د ټل - پاړه چنار لاره بیا خلاصه شوه


احتجاجیانو د ډېسېمبر پر ۲۲مه کورمې په خوار کلي، پیرقیوم او ساتین کې د ټل او پاړه چنار ترمینځ لاره وتړله
احتجاجیانو د ډېسېمبر پر ۲۲مه کورمې په خوار کلي، پیرقیوم او ساتین کې د ټل او پاړه چنار ترمینځ لاره وتړله

په کورمه کې جرګې د ټل – پاړه چنار ترمینځ سړک تر هغې نهه ساعته وروسته بیا پرانیستی دی چې د شپږو ځايي قومونو اوسېدونکو احتجاجاً تړلی وو.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه منګلو، خروټو، ځدران غلزیو، مقبلو او ځاځیو په خوار کلي، پیر قیوم او ساتین کې د سړک پر غاړه ناسته پیل کړه او د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو یې د ټل او پاړه چنار ترمینځ لاره وتړله.

د پرلتوالو یو مشر ملک منور خان وايي، د ګیدو د لارې بیا پرانیستل، د پیواړو له علیزیو سره د سولې موافقې عملي کېدل او د دې لپاره په جرګه کې د دیني عالمانو ګډون، له افغانستان سره د کورمې د نورو ټرانزېټي لارو پرانیستل او د امنیت ضمانت یې غوښتنې دي.

د عمومي لارې تر تړل کېدو وروسته چارواکو له احتجاجیانو سره جرګه وکړه. د هغې جرګې مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي د ډېسېمبر پر ۲۲مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، حکومتي پلاوي له پرلتوالو سره د هغوی پر غوښتنو خبرې وکړې.

اورکزی زیاتوي چې چارواکو پرلتوالو ته ډاډ ورکړ چې د ګیدو پر اوسېدونکو تړل شوې لاره به هم بیا پرانیزي.

تر دې وروسته د شپږو قامونو اوسېدونکو هلته پرلت ختم کړ خو په پیر قیوم کې یې خپلې څه د پاسه یو میاشتنۍ ناستې ته دوام ورکړی.

هغو خلکو یوه میاشت مخکې تر هغې وروسته احتجاج پیل کړ چې د پیواړو علیزیو د ګیدو پر خلکو د پاړه چنار لاره وتړله.

د پیواړو یو مشر حاجي اصغر حسین مشال راډیو ته وویل، د ګیدو منګلو ورباندې په ځنګله کې د لرګیو پر وهلو بندیز لګولی نو ځکه یې لاره وتړله.

دا شخړه د اکتوبر پر ۲۳مه د علیزیو او منګلو ترمینځ له ګیدو سره نېږدې له ځنګله څخه د لرګیو وړلو پر سر د نښتې له وجې لا ژوره شوه.

دواړه خواوې د هغه ځنګله د ملکیت پر سر اوږدمهاله لانجه لري. په اکتوبر کې د وسله والې نښتې له وجې د دواړو خواوو ۱۶ کسان ووژل او تر ۱۵ زیات ژوبل شول.

په عین حال کې د ځنګله د ملکیت په اړه په عدالت کې هم قضیه روانه ده چې لا نه ده فیصله شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG