د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې سلګونه لاریونوالو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو غوښتنه وکړه


د ډېسېمبر پر ۲۹مه په کابل کې سلګونه مظاهره کوونکو له طالبانو هم وغوښتل چې د بېوزلۍ او بېکارۍ ختمولو لپاره اقدامات وکړي.
د ډېسېمبر پر ۲۹مه په کابل کې سلګونه مظاهره کوونکو له طالبانو هم وغوښتل چې د بېوزلۍ او بېکارۍ ختمولو لپاره اقدامات وکړي.

سلګونه ښځو او سړیو د افغان پلازمېنې کابل په دوو جلا، جلا برخو کې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او لوږې ضد احتجاجي لاریون کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۲۹مه لاریونوالو له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمې دې ازادې دي.

د اګست پر ۱۵مه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو امریکا د هغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه اربه ډالره دولتي شتمني کنګل کړه او ویې ویل چې د دې کار موخه یې د طالبانو لاسونو ته د شتمنیو د لوېدو مخه نیول دي. د امریکا له دې اقدام سره د افغانستان او نړیوال مالي او بانکي نظام اړیکې اغېزمنې شوې او په هغه هېواد کې د نغدو پیسو کمښت پیدا شو چې د افغانۍ د ارزښت ټیټېدو لامل شو.

سپینه ماڼۍ وايي، دا یوه پېچلې موضوع ده چې ورباندې له خپلو ملګرو سره بحث کول غواړي.

د کابل د لاریونوالو یوه ډله د ښار زنبق څلور لارې ته ورغونډ شوي ول او ویې ویل چې د ژمي سړې هوا، خراب اقتصادي وضعیت، بېوزلۍ او لوږې اړ کړي چې سړکونو ته ورووځي او خپل غږ پورته کړي.

په زنبق څلور لاره کې د لاریون ګډونوالو له امریکايي ولسمشر جو بایډنه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.
په زنبق څلور لاره کې د لاریون ګډونوالو له امریکايي ولسمشر جو بایډنه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.

د لاریون یوې ګډونوالې مرضیې انوري مشال راډیو ته وویل، نړۍ باید د افغانانو پر حالت غلې پاتې نه شي. "افغانان د بل هر وخت پرتله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. نړۍ ‌باید په دې وضعیت چپه او بېطرفه پاتې نه شي. دوی باید له هېڅ ډول انساني مرستې هم ډډه و نه کړي."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د اقتصادي ستونزو د هواري او د ښځو د حقونو لپاره څو ځلې لاریونونه شوي او د طالبانو حکومت هم په بیا بیا له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. خو سپینه ماڼۍ وايي، غواړي پر دې موضوع له خپلو شریکانو او متحدانو سره په "همغږۍ او همفکرۍ" بحث وکړي.

لاریونوالو د طالبانو له حکومته هم وغوښتل چې خپلو خلکو ته د دندو موقعې برابرې کړي او بېکاري ختمه کړي. دوی په حکومت کې د مسلکي او ژمنو کسانو د ګومارنې غږ هم وکړ او ورسره یې له طالبانو وغوښتل چې له نړۍ سره دې د هېڅ ډول مشروع جوړجاړي مخالفت نه کوي.

په کابل کې د ډېسېمبر پر ۲۹مه لاریونوالو ښځو ته د ارګ تر وره د تګ اجازه ورکړل شوه خو تر دې یوه ورځ مخکې ښځو له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې طالبانو یې سې شنبې (ډېسېمبر ۲۸مې) لاریون مخه نیولې وه.

په هغه لاریون کې هم ښځو د "کار، ډوډۍ او ازادۍ" نعرې وهلې خو طالبانو یې د تیت و پرکولو یا خپرولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

هاخوا د ډېسېمبر پر ۲۹مه د کابل په دارالامان کې هم سلګونه سړیو په لاریون کې د افغانانو پر ټولنیز او بد بشري وضعیت اندېښنه وښوده. دوی له نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دې داسې چلند نه کوي چې ورڅخه بل ناورین وزېږي.

د لاریون یو برخوال قادرشاه انصاري وویل، "زموږ افغانان په ډېرو سختو کړاوونو کې ژوند کوي. د دې کړاوونو د پای لپاره زموږ راټولېدل او په حقه لار درېدل او د خپلو حقونو غوښتل، موږ او تاسې یو با ثباته ټولې او با ثباته حکومت ته رسولای شي."

لاریونوالو د طالبانو له حکومته هم غوښتنه وکړه چې د خلکو د اساسي حقونو او انساني کرامت ساتنه وکړي او دا امر دې په ټول هېواد کې له کوم توپیر پرته پر خپلو ځواکونو عملي کړي.

د طالبانو له حکومته مو د خلکو د غوښتنو په اړه ځواب وغوښت، خو ویاندانو یې څه و نه ویل.

په ورته وخت کې د پرځول شوي حکومت د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د لاریونونو پر ځپلو نیوکه کړې ده.

صالح د ډېسېمبر پر ۲۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د اعتراض ځپل د "استعمار یو له پخواني رواني جنګونو، د ۴۰ میلیونه انسانانو شعور ته توهین او د اسلام د مبارک دین له لارښوونو سره مستقیماً په تضاد" کې دي.

د طالبانو حکومت لا د صالح د څرګندونو په اړه هم غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دي او له خلکو سره د توپېري چلند مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG