د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجشېر: د طالبانو لخوا د يو ځايي ځوان د وژل کېدو وروسته خلکو مظاهره کړې


طالبان په پنجشېر کې د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه
طالبان په پنجشېر کې د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه

د افغانستان د پنجشېر ولايت سلګونو اوسېدونکو د دیسمبر په ۲۶مه د شپې ناوخته پورې د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون خپل احتجاج ته دوام ورکړ.

مظاهرينو مشال راډيو ته ويلي‌ چې طالبانو د محمد اقا په نامه دا ځوان د یکشنبې په ورځ ویشتلی دی. د مظاهرې ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې شوې چې پکې خلک د مړي د تابوت سره د انصاف لپاره نعرې وهي.

په پنجشېر کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني د مظاهرچيانو منځ ته ورغلی وو او ډاډ یې ورکړ چې پېښه به څېړل کېږي.

طالبانو که څه هم په پنجشېر کې د زور زیاتي خبره او د ځينو خلکو وژنه رد کړې، خو تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان طالبان هلته په جنګي جنایتونو له هغې ډلې د ملکیانو په وژنه تورن کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG