د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په هرات کې ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره کړې


د مارچ پر اتمه نېټه د هرات ښار ښځو د مېرمنو د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهره وکړه-انځور-ارشېف
د مارچ پر اتمه نېټه د هرات ښار ښځو د مېرمنو د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهره وکړه-انځور-ارشېف

د افغانستان په هرات ښار کې ښځو د احتجاج پر مهال له طالبانو د دوی د حقونو مراعاتولو غوښتنه کړې ده.

فرانس پريس اژانس وايي چې د سېپټېمبر پر دويېمه نېټه شاوخوا ۵۰ ښځې د هرات سړکونو ته راوتلې وې. د اژانس د راپور له مخې د مظاهرې ګډونوالو وویل چې زده کړې، کار او امنیت د دوی حق دی. دوی زیاته کړې چې سره يو موټي دي او نه وېرېږي.

د دې مظاهرې یوې ګډونوالې بصیره طاهري فرانس پريس ته ویلي چې طالبان دې له ښځو سره مشورې وکړي او په خپله کابینه کې دې ځای ورکړي.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه نېټه کابل ته ننوتل چې ورسره هممهاله ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود او متحده عرب اماراتو ولاړ.

طالبان دا وخت په حکومت جوړونه بوخت دي خو وار له مخه له يو شمېر نړيوالو غوښتنو او فشارونو سره مخامخ دي. نړيوال غوښتنه کوي چې طالبان دې د ښځو حقونو خوندي کړي او هغو ته دې د زده کړو او کارونو کولو اجازه ورکړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په تازه مرکه کې بي بي سي ته ویلي چې ښځې به په نوي پراخ بنسټه حکومت کې رول ولري خو نه د وزارت په کچه. طالبان وايي چې د "شریعت" په چوکاټ کې به ښځې د زده کړو او کار اجازه ولري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG