د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني د جاغوري ولسوالۍ ښځې وايي اقتصادي حالت یې زښت خراب شوی


د جاغوري ولسوالۍ هغه ښځې چې کارونه يې کول وايي، طالبانو له راتګ سره يې اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی دی
د جاغوري ولسوالۍ هغه ښځې چې کارونه يې کول وايي، طالبانو له راتګ سره يې اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی دی

د افغانستان د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ښځو د لاسي صنایع، حکومتي دندې او د ګټې وټې نورې چارې په ټپه درېدلې دي.

له هغو کارونو سره تړلې ښځې وايي، د اګست په نیمايي کې د طالبانو له راتګ سره یې اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی دی، ښوونځي او دفترونه تړل شوي او معاشونه هم نه ورکول کېږي.

دوی وايي، که د کار زمینه ورته برابره نه شي نو ستونزې به یې لا زیاتې شي.

د درو اولادونو مور فرزانې مشال راډيو ته وويل چې د خپلې پينځه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، وړوکی کاروبار يې درلود، خو د طالبانو له راتګ سره يې هغه کاروبار هم ختم شو. "ما په جاغوري ولسوالۍ کې لاسي صنایع لرله. په هېواد کې له وروستیو بدلونونو سره سم، زما کار زما له لاسه ووت. که ما لپاره د کار زمینه برابره نه شي، زه به له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شم."

۳۵ کلنې فرزانې له طالبانو حکومته غوښتنه وکړه چې د پخواني حکومت په څېر د کار زمینه ورته برابره کړي.

د طالبانو تر راتګ وړاندې په جاغوري ولسوالۍ کې ډېری ښځې په خپلو سوداګریزو کارونو، کورني محصولاتو برابرولو او په حکومتي دندو بوختې وې، چې اوس یې ډېری بېکاره شوې دي.

راضیه ناصري هلته حکومتي کارکوونکې ده. نوموړې د طالبانو د حکومت له راتلو سره اوس کار ته نه ځي خو وايي، "موږ به ډېرې بختورې یو که د پخوا په څېر بېرته خپلو دندو، کارونو او لاسي صنایعو ته راوګرځو. معاش مې هم نه دی اخیستی، خاوند مې هم بېکاره شوی دی، پینځه تنه کورنۍ راپسې ده نو موږ له طالبانو دا غوښتنه لرو چې ښوونځي بېرته خلاص کړي، نه یوازې ښوونځي، بلکې ټولې دولتي ادارې دې خلاصې کړي، ټول هغه ځایونو چې ښځو پکې کار کاوه، باید ښځو ته بېرته پکې برخه ورکړي."

د جاغوري ولسوالۍ دیني او فرهنګي مرکز
د جاغوري ولسوالۍ دیني او فرهنګي مرکز

د غزني جاغوري ولسوالۍ ډېری اوسېدونکې تعلیمیافته او ښځې یې په حکومتي او ناحکومتي دفترونو، موسسو او نورو ځایونو کې کار کوي.

د ښځو د حقونو يوه فعاله صابره سلطاني وايي، دلته تر دې وړاندې ډېرې ښځې په کارونو بوختې وې، د خپلو کورنیو لپاره یې یوه ګوله ډوډوی پیدا کوله،خو اوس کار نه کوي. "یوازې اقتصاد نه دی چې دلته د ښځو خراب شوی دی، بلکې اقتصادي کمزوریو یې پر روان هم بد اغېز کړی دی."

دوی په داسې حال کې له طالبانو تنخاګانې او کارونه غواړي چې د ډېسېمبر پر ۲۵مه په غزني کې حکومتي کارمندانو ته د دوو میاشتو معاشونه حواله شول.

د جاغوري ولسوالۍ مقام
د جاغوري ولسوالۍ مقام

په غزني کې د طالبانو د والي ویاند حافظ عمر په دې اړه مشال راډيو ته وويل، تر دې وروسته به هم هغو کارمندانو ته خپل معاشونه پر وخت وکول کېږي. "موږ خپلو هېوادوالو، همداراز، حکومتي کارمندانو ته ډاډ ورکوو چې څنګه مو دا د درو میاشتو معاشونه په منظم او شفاف ډول تر لاسه کړل، په راتلونکې کې به هم په منظم او شفاف ډول تاسو ته معاشونه درکول کېږي، تاسو هېڅ تشویش مه کوئ."

حافظ عمر ښځو ته د کاري زمینې برابرولو په اړه څه و نه ویل خو د طالبانو د حکومت مشرانو او د وزراتونو سرپرستانو په بیا بیا خلکو ته د کار او سهولتونو د برابرولو او ښځو ته د حقونو د ورکړې ژمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG