د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان روانه اوونۍ په کابل کې د علماوو غونډه جوړوي


تصویر آرشیف : په تېرو دوو لسیزو کې د لویو مسایلو د پرېکړې لپاره جمهوري نظام څو لویې جرګې د کابل پوليتخنیک پوهنتون د لویې جرګې په خیمه کې جوړولې.
تصویر آرشیف : په تېرو دوو لسیزو کې د لویو مسایلو د پرېکړې لپاره جمهوري نظام څو لویې جرګې د کابل پوليتخنیک پوهنتون د لویې جرګې په خیمه کې جوړولې.

ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ په کابل کې د "علماوو لویې غونډې" په نوم جلسه جوړه کړي.

د کابل پوليتخنیک پوهنتون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د جون پر ۲۵مه په یوه اطلاعیه کې ویلي، چې د پوهنتون ټول ټولګي به د جون له ۲۶مې څخه د جولای تر درېیمې پورې د "لویې جرګې" لپاره چوټي (رخصت) وي.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د غونډې د جوړېدو خبر تایید کړ خو وايي دا لویه جرګه نه، بلکې د "علماوو یوه لویه غونډه" ده.

د کابل پوليتخنیک پوهنتون اطلاعیه
د کابل پوليتخنیک پوهنتون اطلاعیه

پر ټولنیزو شبکو د طالبانو ریاست الوزرا ته یو منسوب مکتوب خپور شوی چې پکې راغلي چې غونډې ته داسې علما وربلل شوي، چې "ښه شهرت، نوم او تقوا" لري او تر څنګ یې د مکتوب په اصطلاح "د جهاد ملاتړ" کړی وي.

سرچینې وايي، له هرې ولسوالۍ څخه دوه عالمان او یو مخور کس وربلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د جون پر ۲۳مه له هغه سازمانه غوښتي ول چې د افغانستان روانو ستونزو د حل په موخه دې د "ملي" مکالمې او مذاکراې غونډه جوړه کړي چې پکې "ټول اړخونه" شامل وي.

تر دې مخکې د افغانستان د ځینو ولایتونو اوسېدونکو له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي ول چې طالبان د کلیو او ګذر وکیلان "په خپل خوښه" ټاکي او د دوی رایې یا نظر درناوی نه کوي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو ۱۰ میاشتې شوې دي خو د نړۍ هېڅ هېواد یې حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان هڅه کوي چې د هېواد دننه هم مشروعیت ترلاسه کړي او د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې یې ویلي ول چې حکومت یې لنډمهالی دی. نړیوالې ټولنې هم په تېرو میاشتو کې پر طالبانو ټینګار کړی دی چې تر هر څه مخکې دې کورنۍ مشروعیت ترلاسه کړي.

تر اوسه د طالبانو د حکومت د لویې غونډې اجنډا او پکې د بحثونو او د ګډونوالو نوملړ په اړه معلومات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG