د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د امنیتي اندېښنو له کبله افغانستان سره پر پوله اغزن تار لګوي


د بلوچستان له پنجپايي سیمې سره نېږدې پر کرښه د پاکستان یو سرتېری له کټارو سره ولاړ دی - د ۲۰۱۸ز انځور
د بلوچستان له پنجپايي سیمې سره نېږدې پر کرښه د پاکستان یو سرتېری له کټارو سره ولاړ دی - د ۲۰۱۸ز انځور

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له افغانستان سره يې پر پوله د اغزن تار غځولو کار د "جدي امنيتي اندېښنو" له کبله پيل کړی چې پکې نړيوال قانون په پام کې نيول شوی او د افغانستان خاوره نه ده پکې لاندې شوې.

تر دې مخکې هم پاکستان ویلي ول چې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار د امنیت ټینګښت په موخه لګوي.

افغانستان هغه مهال د پاکستان دا اقدام یو اړخیزه او ناسم بللی وو او د ډېپلوماټیکو او سیاسي هلو ځلو یې ویلي ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۳مه په بيان کې د افغان رسنيو او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا رپورټ شوي بيان کې هغه ياداښتونه رد کړي چې ګواکې د پاکستان پوځ پر پوله "غېرقانوني" کټارې لګوي.

بيان وايي، چې پر پوله د چارو په اړه به افغان لوري ته د "دخيل پاتې کېدو مشوره ورکوي" چې هغوی د هر ډول "ناسمو تصوراتو" د ليرې کولو لپاره د اړونده اداراتي مېکانيزم لاره وکاروي.

بيان کې پرمخ راغلي چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته احترام لري او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولونو سره سم له خپل "ورور هېواد" سره اړيکي پالي او له افغان لوري هم د ورته چلند هیله لري.

افغانستان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې بیان لا غبرګون نه دی ښوولی.

په وروستيو کې په افغانستان کې پر ټولنیزو رسنيو تاوده بحثونه پيل شوي او داسې انځورونه خپاره شوي چې ګواکې د پاکستان پوځ په افغان خاوره کې دننه کټارې لګوي.

پاکستان په ۲۰۱۷ز کال کې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار او کټارو لګولو کار پيل کړی وو چې ډېره برخه يې بشپړه شوې ده.

افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲،۶۰۰ کيلوميټره پوله لري چې په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچې د برتانیوي واک پر مهال په افغانستان کې دننه کښل شوې وه.

افغانستان د ډېورنډ کرښې په نوم دغه پوله په رسميت نه پېژني خو پاکستان او نړيوال رسمي حيثيت ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG