د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ۱۵۰کېلومیټره باړ لګولی


پاکستان وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې ۱۵۰ کېلومیټره ازغن تار لګولی دی.

پاکستانيو رسنیو په پنجشنبه یو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې په حساسو برخو کې ۱۵۰ کېلومیټره ازغن باړ تېر کړی دی.

ډیورند کرښه شاوخوا دوه زره څلور سوه دېرش کېلومیټره اوږدوالی لري چې په هند کې واکمنو انګرېز واکمنو پر افغانستان راکاږله.

د پاکستاني رسنیو پر اساس ازغن تارونه په هغو سیمو کې تېر شوی چې د پاکستاني پوځ په وینا د خلکو تک راتګ پکې ډېر وو.

افغانستان د پاکستان له لوري د دیورند کرښې په اوږدو کې له خپلې مخې د باړ له تېرولو سره مخالفت کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG