د لاسرسي ځای

غفور لیوال: پر ډیورنډ کرښه اغزن تار نه منو


غفور لیوال

د افغانستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت وايي، پر ډېورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن تار لګولو د مخنیوي اقدامات کوي.

د دې وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې لړ کې د افغان دولت سیاسي، ډېپلوماټیکې او امنیتي ادارې هلې ځلې کوي.

هغه وویل ، د افغانستان د حکومت، هم سیاسي، هم ډېپلوماټیک او هم امنیتي ارګانونه په جدیت سره د دغې مسلې مخنیوی کوي. او زه غواړم د افغانستان ملت ته او د دې سیمې خلکو ته ډاډ ورکړم چې افغانستان به هېڅکله یو اړخیز او یو جانبه اقدام په رسمیت و نه پېژني.

په عین وخت کې د افغانستان ولسي جرګې هم د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار لګول ناسم کار بللی دی خو په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند اختر منیر تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، اسلام اباد دا کار پر کرښه د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه پیل کړی دی.

د پاکستان پوځ وايي، په لومړۍ مرحله کې په خیبر، مومندو او باجوړ کې پر کرښې اغزن تار لګوي.

XS
SM
MD
LG