د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار غځولو نیمی کار بشپړ شوی: کرنل شهزاد

پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار غځول.

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي، له ډیورنډ کرښې سره د ازغن تار غځولو نيم کار يې مکمل کړی دی.

په شمالي وزيرستان کې د ملېشو ځواکونو يو لوړي پوړي چارواکي کرنل شهزاد د ډېسېمبر پر پینځمه په غلام خان بندر کې د سيمې له خبريالانو سره د خبرو په وخت وویل چې دواړه خواو ته د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره به ځانګړې دروازې جوړوي.

کرنل شهزاد دغه تار په دوستانه تار یا باړ یاد کړ او وې ویل چې دې سره به دواړه خواو ته د غیر قانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.

پوځي چارواکي وویل چې د افغانستان پاکستان ترمینځ په نېږدې ۲۴۰۰ کلومیټره اوږده پوله د ازغن تار لګولو سره سره يې امنیتي قلعې هم جوړې کړي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

انسټاګرام د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د ځینو کمندانانو اکاونټونه تړلي

د ایران امنیتي سرتېري.

ټولنیزې شبکې انسټاګرام د ایران د پاسداران انقلاب ځواک د یوشمېر کماندانانو اکاونټونه تړلي.

د انسټاګرام په وینا دا پریکړه يې په ایران کې له امریکايي بندیزونو سره سمه کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپریل پر اتمه د ایران د پاسداران انقلاب ځواک یو بهرنې ترهګر سازمان وګرځاوه.

په ایران کې ټولنیزې شبکې فیسبوک، ټویټر، ټیلي ګرام میسینجر په رسمي توګه د بندیزونو د لاندې دې او انسټاګرام یوازینې ټولنیزه پاڼه وه چې د ایران خلکو کاروله.

د پاکستان خزانې وزیر اسد عمر خپله څوکۍ پرېښوده

د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر

د پاکستان خزانې وفاقي وزیر اسد عمر د خپلې څوکۍ پرېښودو اعلان کړی دی.

د اپرېل پر ۱۸مه نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي، وزیر اعظم غوښتل چې 'زه د خزانې وزارت پرېږدم او د انرجۍ وزارت واخلم' خو هغه د وزارت نه اخيستو پرېکړه کړی او په دغه اړه يې د وزیر اعظم منظوري تر لاسه کړې.

له دې وړاندې په پاکستان کې د خزانې وزارت او کورنیو چارو په وزارت کې د بدلون راپورونه خپاره شوي وو، د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري دغه راپورونه رد کړي دي.

د حکومت لخوا په رسمي توګه لا څه نه دي ویل شوي.

روس دې د سربیا او کوسوو په خبرو کې پراخه ونډه واخله: داڅیڅ

روس: د سربیا بهرنیو چارو وزیر اویڅا داڅیڅ له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د اپرېل پر ۱۷مه (۲۰۱۹ کال) په مسکو کې ولیدل.

سربیا وايي چې روسیه دې د دغه هېواد او کوسوو ترمینځ د اروپايي ټولنې په مرسته کېدونکو خبرو اترو کې لوی کردار ولوبوي.

په چارشنبه په ماسکو کې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره تر خبرو وروستو د سربیا د بهرنیو چارو وزیر اویڅا داڅیڅ وویل، سربیا له روسۍ مرستې پرته د خپلو ریاستي ګټو دفاع نه شي کولی.

نوموړي زیاتوي چې روسیه يې تر ټولو لوی دوست دی او د هغه له مشوری پرته به هېڅ هم نه کوي.

په کوسوو کې زیات البانیان اوسېږي چې په ۱۹۹۸-۹۹ کې يې د ناټو تر بمبارۍ او جنګ وروستو له سربیا لارې بېلې کړې.


د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې عادي حالت ته د راوستلو لپاره د اروپايي ټولنې په مرسته روانې خبرې تر هغه پس ودرېدلې چې کوسوو پر سربیايي شیانو د ۱۰۰ فیصده ټېکسونو له معافولو انکار وکړ.

سربیا غواړي چې د مذاکراتو تر بیا پیلېدو وړاندې دې وړومبی دغه ټېکسونه لیرېکړل شي.

پرتګال کې د بس له لوېدو ۲۸ تنه وژل شوي

په پرتګال کې د یوه مسافر وړونکي بس

په پرتګال کې چارواکي وايي، په ماديرا سيمه کې د سېلګرۍ يو بس په چپه کېدو کې ۲۸ کسان مړه شوي دي.

د دې سيمې ښاروال، فيليپ سوزا ويلي چې د اپرېل په ۱۷مه په دې پېښه کې ډېری وژل شوي کسان، د جرمني سېلانیان وو.

هغه زیاتوي چې په دې بس کې ۵۵ کسان سپاره ول چې په يوه غرنۍ لاره وښويېد او ولوېدلو.

چارواکي وایې د پېښې د علت په اړه تحقیقات کوي.

مادیرا د اروپایې وګړو د رخصتيوو لپاره یو مشهور تفریحي ځای دی.

نتنیاهو د څلورم ځل لپاره د اسراییل وزیر اعظم شو

د اسراییل وزیر اعظم بینیامین نیتنیاهو.

د اسراييلو ولسمشر د اپرېل پر۱۷مه بنيامين نتنياهو په رسمي توګه په مسلسل ډول د څلورم ځل لپاره د وزير اعظم په حېث ونوماوه.

نتنیاهو په ټوله کې د پنځم ځل لپاره وزير اعظم انتخابېږي.

د نتنیاهو لیکود ګوند او د هغه ښې اړخي متحدينو تېره اونۍ په پارلېماني انتخاباتو کې اکثریت چوکۍ وګټلې.

د اسراییل ولسمشر ريوون ریولین نتنیاهو ته دنده ورکړه چې په راتلونکو ۴۲ ورځو کې اتحادي حکومت جوړ کړي.

که نتنیاهو په دې موده کې ایتلافي حکومت جوړ نه شي کړلی، د نوموړي انتخاباتي سیال د بلو اينډ وايټ ګوند مشر بيني ګانټز ته به د حکومت جوړولو موقع ورکول کېږي.

افغانستان کې د شکنجه کولو کچه کمه شوې ده: ملګري ملتونه

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د هغو کسانو د شکنجه کولو د مخنیوي په هڅو کې حوصله بخښونکی پرمختګ شوی دی چې د روانې جګړې په تړاو نیول شوي دي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د اپرېل پر ۱۷مه په خپل تازه رپوټ کې کړې ده.

رپوټ لیکي چې افغان حکومت د ځورونو ختمولو لپاره د خپل پلان په عمليکولو کې پرمختګ کړی دی خو لا هم ډېر کار پاته دی.

په دې رپوټ کې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر ۳۱مې د ۲۸ ولایتونو په ۷۷ مرکزونو کې له بندي ۶۱۸ کسانو سره خبرې شوې دي.

د رپوټ په وینا ، وهل د شکنجه کولو تر ټولو زیاته کارېدونکې طریقه بلل شوې ده.

زیاتره بندیانو ویلي چې دوي د دې لپاره وهل کېږي چې جرم ومني او چې کله یې ومني بیا یې وهل ودرول شي.

د نوتردام کلیسا بیا رغوو: مکرون

د فرانسې په مرکز پاریس کې د نوتردام د کلیسا یو انځور چې اور په‌کې لګېدلی دی

د فرانسې ولسمشر ژمنه کړې چې نوتردام کلیسا به په پنځو کلونو کې بیا ورغوي.

امانویل مکرون د اپرېل پر ۱۶مه شپه یوه ټلویزیوني وینا وکړه: "زه نن په ټول قوت تاسو ته وایم چې موږ معماره خلک یو. ډېر شیان بیا رغونې ته لرو نو ځکه به موږ نوتردام کلیسا تر پخوا ښه ورغوو. زه غواړم دا کار په پنځو کلونو کې وشي."

د نوتردام کلیسا د اپرېل پر ۱۵مه ناوخته اور واخیست.

اور چې ۱۵ ساعته یې دوام وکړ د نوتردام د کلیسا د چت او منار په شمول زیاتې برخې وسوځولې.

شرکتونو او سوداګرو د دې اته نیم سوه کلنې لرغونې ودانۍ د بیارغونې لپاره تر اوسه د ۹۰۰ او ۱۳ لسو میلیونو ډالرو ژمنه کړې ده.

سوات کې یوه بله ښځه د ناموسي وژنې ښکار شوه

کمېشن وايي د ښځو د وژنې۵۱ پېښې یې هم ثبت کړې دي.

د سوات د مینګورې بڼ تاڼې پولیس مشر طارق خان د اپریل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د پلټنو وروسته ورته مالومه شوې چې د چارسدې دغه ښځه خپلو وروڼو وژلې ده.

په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي تنظیم شرکت ګاه په پېښه خپګان څرګند کړی دی.

د تنظیم مشرې نیلم رحیم د اپریل پر۱۶مه مشال راډیو ته وویل په سوات ناموسي وژنې کېږي چې بیا وروسته ورته ځان وژنې نوم ورکول کېږي.

نوموړې وویل، په داسې کیسونو کې ځینې تورن کسان نیول کېږي خو سزا ورته نه ورکول کېږي چې له امله یې ناموسي وژنې زیاتي دي.

افغانستان: سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي او نېږدې ۹۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي

په افغانستان کې سېلاوونه.

د افغانستان طبعي پېښو سمبالولو وزارت ویاند محمد قاسم حیدري د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې بارانونو او سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي دي.

هغه وویل،۶۱ کسان ژوبل او ۳۸ نور ورک دي. همدا راز نهه زره کورنو ته زیان اوښتی دی چې پکې تر څلور نیمو زرو زیات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ولسمشر اشرف غني بېګا اړونده چارواکو ته امر کړی چې له سېلاب ځپلو سره مرستې پېل کړي.

د کابل سیند پر غاړه به ډانګې ووهل شي

آرشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د کلا واحد په سیمه کې له سېلاو ځپلو کورنیو سره د مرستو ژمنه وکړه.

نوموړي د اپرېل په ۱۶مه یوې ولسي غونډې ته وویل، له هغو کسانو سره به چې په‌ دې سیمه کې یې د کابل سیند غاړې نیولې دي، قانوني چلند وشي.

ولسمشر له خلکو سره ژمنه وکړه چې د کابل سیند پر غاړه به ډانګې ووهي چې د اوبو اوښتو مخه ونیول شي.

ولسمشر ویلي چې د ښار په پنځمه او شپږمه ناحیه کې ۱۲۰ کورنۍ به چې کورونه‌ یې سېلاو وړي، په نورو سیمو کې ځای کړي.

'د لیبیا په جګړو کې شاوخوا ۱۴۷ کسان وژل شوي'

د لیبیا د حکومتي ځواکونو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د لیبیا پر پلازمېنې طرابلس د ولکې په مقصد د ښکېلو ډلو ترمنځ په نښتو کې تر دې دمه ۱۴۷ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره همداراز وايي، ۶۱۴ نور کسان له هغه مهاله چې د لیبیا د ملي پوځ په نوم وسله‌والې ډلې د اپرېل پر پنځمه خپل پراخ عملیات پیل کړل، ټپیان شوي دي.

په لیبیا کې د «WHO» دفتر د اپریل پر ۱۵مه د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلي او روغتونونو، امبولانسونو او روغتیايي کارکوونکو ته له زیان اړولو ډډه وکړي.

ملګري ملتونه وايي، یوازې په یوه وروستۍ ورځ ۲۵۰۰ ملکي وګړي د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې له دې سره د کورنیو بېځایه شویو خلکو ټول شمېر له ۱۸ زرو اوړي.

لیبیا د دوو موازي حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده چې یو د هېواد په ختیځ او بل په لوېدیځ کې واکمن دی او دواړه ملېشه ډلې لري.

ایران کې سېلاوونو لسګونه کسان وژلي

ایراني چارواکو پرون وویل په تیرو څو اوونیو کې سېلابونو په دغه هېواد کې په لسګونه کسان وژلي او دوو اعشاریه دوه اربو ډالرو زیان یې اړولی دی.

د چارواکو په وینا د هېواد په خوزیستان صوبه کې پنځه او ایلام صوبه کې د یو تن په مړ کېدو د سېلابونو لوجې د مړو شمېر ۷۶ ته ورسیده. دا سېلابونه د مارچ له ۱۹ مې راهیسې شروع شوي دي.

یادې دواړه صوبې چې په عامه توګه شاړې دي، سېلابونو ډېرې متاثره کړې او په لکونو خلک یې له کلیو او ښارونو په وتلو مجبوره کړي دي. په دې کې ودانیو، سړکونو او کرهڼې ته ډېر زیات تاوان رسېدلی دی.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا وايي د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پارلېمان ته ویلي دغو سېلابونو د هېواد په ۳۱ صوبو کې ۲۵ متاثره کړي چې پکې په ټول هېواد کې له ۴۴۰۰ زیات کلي ځپل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د اندازو ترمخه د سېلابونو له وجې له دوه اعشاریه دوو څخه تر دوه اعشاریه شپږو اربه ډالرو تاوان اوښتی دی.

خوست: د وراباڼو وژونکي خودکشي کړې

ارشیف، د خوست په روغتون کې یو ټپي , May 6, 2018.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست امنیتي چارواکو وویل، هغه کس چې تېره شپه يې په تڼیو کې یې پر وراباڼو برید کړی وو، نن ماسپښین يې خپلځان وواژه.

د خوست د امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر مسوول مشال راډیو ته وویل، چې بریدګر د خوست مرکز اړوند د پنزايي په کلي کې خپل کور ته راغلی وو، چې پولیسو له خبر سره سم د هغه کور محاصره کړ، خو تورن کس پولیسو ته د ځان سپارلو پرځای خودکشي وکړه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې نوموړي کس په خپل کلاشینکوف ځان وژلی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې نوموړي کس تېره شپه د تڼیو په دره ګي کلي کې د نشې په حال کې د واده پر وراباڼو برید کړی وو، چې درې کسان يې وژلي او ۱۳ کسان يې ټپیان کړي ول. او له برید پس تښتېدلی وو.

په لغمان کې هاوان چاودنې اووه ماشومان وژلي دي

د لغمان مرکز مهترلام کې په هاوان چاودنه کې ژوبل ماشومان تر درملنې لاندې دي. ۱۴م اپرېل

په لغمان ولایت کې په یکشنبه ماښام د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ۷ ماشومان وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان مرکز اړوند د بسرام په سيمه کې د هاوان مرمۍ پر ماشومانو چاودلې ده.

هغه وویل، اووه ماشومان یې وژلي او ۱۰ نور کسان ټپيان کړي دي.

د پېښې ټپيان د لغمان مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

امریکا وايي ایران یو نړیوال خطر دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي،ایران یو نړیوال خطر دی او په دې خبره کې دوی هېڅ ډول شک نه لري چې دغه هیواد په لاطیني امریکا کې مالي موجودیت لري.

نوموړي د اپریل پر ۱۳مه، له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې وویل، ایرانۍ پېسې په لاطیني امریکا کې د ناوړه مقاصدو لپاره استعمالېږي چې پکې د حزب الله تر څنګ د نړیوالو جرایم پېشه ډلو او په ټوله سېمه کې د ترهګرۍ ملاتړ شامل دی.

پامپیو د هغو پروازونو یادونه هم وکړه چې تېره اوونۍ له تهران څخه نېغ په نېغه د لاطیني امریکا کراکس ته شروع شوي دي.

د ماهان اییر په نوم پر دغه هوايي شرکت باندې د منځني ختیځ د جګړې سېمو ته د پوځي ساز و سامان وړلو په تور واشنګټن بندیزونه لګولي دي.

پامپېو هم دا راز وویل، امریکا ایران ته په نړۍ کې د ترهګرۍ سره د تر ټولو لوی ملاتړکوونکي هیواد په توګه ګوري.

تهران د نوموړي د دې څرګندونو په اړه لا هم څه نه دي ویلي.

نیپال: د الوتکې حادثه کې اووه کسان مړه او ژوبل شوي

په نیپال کې د یوې الوتکې په حادثه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

د نیپال د هوابازۍ ادارې چارواکي وايي، دا پېښه د اپریل پر ۱۴مه، د هېواد د ایورسټ سېمې په هوايي ډګر کې هغه مهال وشوه چې یوې وړې الوتکې د سر ښار کټمنډو نه د الوت لپاره تیاري نیوله خو په هوايي ډګر کې د ولاړ یو هیلي کاپټر سره وجنګېده.

چارواکي وايي، الوتکه د زغاست لیکې یا «رن وی» څخه د ښوییدو له کبله د هیلي کاپتر سره جنګېدلې ده.

د چارواکو په وینا په مړیو شویو کې یو د دې جهاز پایلټ دی او دوه پولیس چارواکي دي چې د هیلي کاپټر خواته ولاړ وو.

د هوايي ډګر چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ژوبل شوي څلور واړه کسان په هیلي کاپټر کې د کټمنډو مرکزي هسپتال ته وړل شوي او حالت یې له خطرې بهر دی.

جنوبي وزیرستان کې د ورا موټر سیلاب وړی، ۹ مړه او ژوبل

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې هم سېلابونو زیانونه اړولي

د جنوبي وزیرستان په زر مېلن سیمه کې د واده د ورا ( جنج ) یو ګاډی، سیلابي اوبو له ځانه سره لاهو کړی چې پکې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون نهه کسان مړه او ژوبل شوي دي. دا پېښه د اپریل په ۱۲مه مخې ته راغلې ده.

عیني شاهدان وايي، اوبه یو ناڅاپه زیاتې شوې او ګاډی یې په مخه کړ. چارواکي وايي، دوی جسدونه ویستلي او ځیني کسان ژوندي هم بچ کړل شوي دي.

په دې پېښه کې شپږ تنه وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.

د واڼه سب ډویژن مرستیال کمشنر امیر نواز خان مروت د دې پېښې پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وزیرستان په ګډون په یو شمېر سیمو کې د پسرلي د بارانونو لړۍ پیل شوې ده.

د سوډان د پوځي شورا مشر استعفا وکړه

د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عوض بن عوف

د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عوض ابن عوف د اپریل پر ۱۲مه له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.

هغه یوه ورځ مخکې د سوډان له واکه لرې شوي ولسمشر عمر البشیر پر ځای کېناستلی وو.

جنرال عوض د اپریل پر ۱۲مه وویل چې بل جنرال عبدالفتاح ال برحان عبدالرحمن د پوځي شورا د مشر تابه لپاره معرفي کوي او غوره یې ګڼي.

له واکه لرې کړل شوي عمر البشیر ۳۰ کاله پر سوډان حکومت وکړ.

هغه تر ۱۶ ورځو پرله پسې ولسي مظاهرو وروسته له واکه لرې کېدو ته مجبور شو.

د سوډان واکمنې پوځي شورا ویلي وو چې یوه ملکي حکومت ته به واک وسپاري.

ملګرو ملتونو په سودان کې پر پوځي شورا غږ کړی چې د بحران په هواري کې خلک شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سودان په پلازمېنه خرطوم کې د جمهوري حکومت د جوړولو لپاره د خلکو احتجاج دوام لري.

د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو د پلټنې درخواست رد شو

د جرمونو د مخنیوي نړیوال عدالت لوګو.

د جرمونو د مخنیوي نړیوال عدالت د افغانستان په جګړه کې د ممکنه جنګي جرمونو د پلټنو په اړه د عدالت د څارنوال درخواست رد کړی دی.

د اپریل پر ۱۲مه عدالت په خپله پرېکړه کې وویل چې د پوره ثبوتونو د نیشتوالي له کبله يې دغه خواست رد کړی دی.

عدالت زیاته کړې چې دا وخت د افغانستان د وضعې په اړه پلټنې د انصاف په ګټه نه دي.

امریکا د دغې پریکړې هرکلی کړی دی. ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو بیان کې ویلي، امریکا د لوړو قانوني او اخلاقي قدرونو د قایم ساتلو لپاره د هیواد د اوسیدونکو احتساب کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي، دا فیصله د هغه خلکو ضد ده چې په جنګ کې ځپل شوي دي او انصاف ورسره نه دی شوی.

د بشري حقونو د دفاع ادارو خبرداری ورکړی فېصله به له افغانستانه پرته هم بدې نتیجې ولري.

هیله من یم چې روس به ګرفتار امریکايی ژر پرېږدي: هنټسمېن

په روس کې د امریکا سفیر پاول ویلان

په روس کې د امریکا سفیر پر ماسکو ټینګار کړی دی چې د نیول شوي امریکایي پاول ویلان د نیولو په اړه دې یا خو ثبونه وړاندې کړي او یا دې یې خوشې کړي. جان هنټسمېن نن د مشال راډیو له روسۍ څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل که د پاول پرضد یو تور وی نو په اړه یې ماسکو باید ثبوتونه مخې ته راوړي وی. نوموړي هیلهوښوده چې روس به نیول شوی امریکایي زر خوشې کړي.

ویلان د امریکا د سمندري ځواک پخوانی سرتېری وو، هغه د امریکا، ایرلنډ،کاناډا او بریتانیا تابیعیت لري. نوموړی په ۲۰۱۸ ز کال په ډیسمبر کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور په مسکو کې ونیول شو. د ویلان کورنۍ وایي نوموړی هلته یوه واده ته تللی و.

په ماسکو کې د امریکا د سفیر جان هنټسمېن دا څرګندونې پر داسې مهال مخې ته راغلي دي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اوکراین په ختیځ کې د کرایمیا په ټاپوزمه کې د روس د پوځي مداخلې پر سر د ماسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.

په لیبیا کې حالات ډېر خطرناک شوي: ګویتېرس

په لیبیا کې د وسله والو یو پخوانی عکس.

د ملګرو ملتوتو عمومي سیکرټري انتونیو ګوتریس خبرداری ورکړی دی چې په لیبیا کې حالات ډېر خطرناک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال ملاتړ لرونکي لېبیايي حکومتي ځواک او د یوې ملېشې د کومندان د ځواکونو ترمنځ د پلازنېنې طرابلس پر نیولو جګړه دوام لري.

د ملګرو ملتونو د صحت نړیوال سازمان د اپرېل پر ۱۱مه وویل چې په تېرو شپږو ورځو کې پلازمېنې ته نژدې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او ۲۶۶ نور ټپي شوي دي.

یاد سازمان ویلي چې په زرګونه کسان له دې سیمې تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي سیکرټري انتونیو ګویتېرس خواست کړی دی چې اوس لا هم وخت شته او باید جګړه ودرول شي.

روس ، مصر او متحده عرب امارات د ملېشې د کومندان په مهمو ملاتړو کې دي.

'سږ کال زرګونه افغان ګډوال افغانستان ته ستانه شوي'

د کډوالو یو پخوانی عکس

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې تر یو لک پنځه زره زیات افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه له ایرانه ۱۰۰۳۴۷ او له پاکستانه ۵۵۸۲ کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

د سازمان د عامه اړیکو د څانګې مرستیال محمد حدیث پردیس مشال راډیو ته وویل چې په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو لوی لامل هلته اقتصادي ستونزې دي.

د افغان چارواکو په وینا اوس مهال تر پنځه میلیونه زیات افغان کډوال لا هم په بهر کې دي چې زیاتره یې په ایران او پاکستان کې مېشت دي.

په افغانستان کې سره صلیب خپل فعالیت وځنډاوه

ارشیف، یو معلول د سره صلیب له موټر سره 10, 2017

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د طالبانو تر ګواښ وروسته د اپرېل پر ۱۱مه په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

د سره صلیب د رسنیو مسوول روبین واودا مشال راډیو ته وویل، دا ټولنه به تر هغه وخته بیا خپل فعالیت پیل نه کړي چې د کارکوونکو د امنیت مسله یې حل نه شي.

واودا زیاته کړه چې هڅه کوي دا ستونزه له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

طالبانو د اپریل پر ۱۱مه په افغانستان کې د سره صلیب او د روغتیا د نړیوال سازمان پر فعالیتونو بندیز اعلان کړ او د دې ادارو د کارکوونکو د امنیتي ضمانت له ژمنې ووتل.

طالبانو په دې اړه په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې روان حالت ته په پام سره ځېنې مرستندویه ټولنې خپل فعالیت په سم ډول پرمخ نه بیايي.

بیان زیاتوي چې سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې له طالبانو سره یې د خپلو فعالیتونو په اړه کړې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سوډان ولسمشر عمر البشیر ونیول شو

د سوډان ولسمشر عمر البشیر

د سوډان دفاع وزیر وايي چې ولسمشر عمر البشیر یې ګرفتار کړی دی. د دغه هېواد پوځي شورا به تر ټولټاکنو وړاندې د دوو کلونو لپاره د جوړېدونکي لنډمهالي حکومت څارنه کوي. دا تر هغه وروسته ده چې د ولسمشر عمر البشير د ۳۰ کلنې واکمنۍ پرضد له شا و خوا څلورو مياشتو راهيسې مظاهرې روانې دي.

نن پر سرکاري ټي وي تر اعلان وروسته داسې ګنګوسې دي چې کېدای شي بشير واک پريږدي يا يې پوځ لیرې کوي.په سرښار خرتوم کې نن له پوځي مرکز سره په زرګونه کسان راټول شوي دي.

په سوډان کې لومړۍ مظاهرې د ګرانۍ او پېسو کمښت پرضد وې چې وروسته یې د عمر البشير د واکمنۍ ضد بڼه واخیستله. له پوځي مرکز سره جوخت نن د مظاهرچيانو لخوا د پرلت شپږمه ورځ ده. بشير په ډارفور سيمه کې د عامه وژنې د پلان جوړونې په تور د جرمونو نړيوالې محکمې ته هم مطلوب دی. خو هغه دغه تورنه ردوي.

سېلاب په راختو دی کورونه پرېږدئ: ایراني چارواکي

په ایران کې سېلاوونه

ایراني چارواکو د جنوبپ مغربي ښار احواز په پنځو ضلعو کې خلکو ته امر کړی چې له دې سیمو ووځي.

د ایران رسنۍ وایي، سېلابې اوبه د خوزستان صوبې مرکز احواز ته رسیدلې دي.

د نیم سرکاري خبري ادارې تسنیم ترمخه د خوزستان ګورنر غلام رضا شریعتي د اپریل پر ۱۰مه ویلي چې د هر قسم خطر د مخنیوي په خاطر یې خلکو ته د سیمې د وتلو امر کړی.

غلام رضا ویلي، د دغو پنځو ضلعو ابادي تر ۷۰ زرو پورې ده او ځوانانو ته یې غږ کړی چې له دوی سره د سیمې څخه د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ویستلو کې مرسته وکړي.

د ایران سرکاري خبري اداره ایرنا وایي، د تېل پېدا کونکې صوبې خوزستان تر ۲۰۰ زیات کلي خالي شوي دي او ۴۶۰۰۰ خلک بېړنیو پناه ځایونو ته رسول شوي دي.

د ایران د ۳۱ صوبو په زیاترو سیمو کې د مارچ له ۱۹نیټې سېلاوونه راغلي چې پکې یې په سلګونه کلي او ښارونه متاثره کړي دي.

تر دې دمه په سېلاوونو کې ۷۰ کسان مړه شوي او خلکو د ناسمو حکومتي امدادي اقداماتو خلاف مظاهرې هم کړي دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG