د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن لارې د خلاصولو لپاره پرلت دوام لري


پر چمن - سپين بولدک لارې د پاکستان دروازه
پر چمن - سپين بولدک لارې د پاکستان دروازه

د چمن – سپين بولدک لارې د بندېدو خلاف د بلوچستان سوداګرو يو ځل بيا په کړې مظاهره کې له حکومته د دې لارې پرانيستل غوښتې دي.

دوی د جولای پر ۲۸مه د چمن له مال روډ څخه بیاد افغانستان سره نښلونکي دروازې پورې لاریون وکړ چې پکې په سلګونه کسانو برخه اخيستې وه. دوی تر دې وروسته د سیمې د ډپتي کمشنر د دفتر مخې ته پرلت وواهه. د دوی په وینا چې ترڅو یې غوښتنې ونه منل شي، ترهغې پورې به د دوی پرلت او احتجاج روان وي.

که د چمن لار خلاصه نه شوه نو موږ تر اختر وروسته د بلوچستان ټول لوی سړکونه وتړو
احتجاج کوونکي

د پرلټ ګډونوال او د قلعه عبدالله ضلعې د عوامي نيشنل ګوند مشر، منور خان د جولای په ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د تیرو ۵ میاشتو راهیسې د دې لارې د بنديدو له وجې په سیمه کي بې روزګاري زیاته شوې ده. ((دا لار د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره بنده شوې وه خو اوس کورونا وایرس نشته. داسې اوازې هم دي چې د چمن لار په مستقل ډول بنديږي. د دې غندنه کوو.))

نوموړي له قلعه عبدالله څخه تر چمنه پر لار پرتو د امنيتي ځواکونو پر چيک پوسټونو هم نيوکې وکړي او وې ويل: ((پر دې چیک پوسټونو زموږ د خلکو سره ډېر غیرانساني سلوک کېږي. غیرضروري چيک پوسټونه دې ختم کړل شي.))

د چمن لارې د بنديدو پر ضد ځايي‌خلک،‌ سياسي ګوندونه او تجاران له تېرو دوو مياشتو راهیسې په مسلسل ډول مظاهرې کوي. حکومت د دوی سره د مذاکراتو کوښښ‌کړی خو خبرې بريالۍ شوې نه دي.

د اوسني پرلت يو منتظم اسلم اڅکزي وايي که غوښتنې يې ونه منل شي نو دوی به تر اختر وروسته ټول لوی سړکونه د احتجاج په توګه وتړي. خو حکومت دريځ‌ لري چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې د چمن – سپين بولدک لار د خلکو د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د بلوچستان د کورنيوو چارو وزیر ضیاالله لانګو د جولای په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې اوس د لارې په خلاصولو غور کوي. ((حکومت یوه کمیټي جوړه کړې وه چې چمن ته تللې وه. هلته یې د تجارو او ايف سي ځواکونو د مشرانو سره لیدلي وو. د لارې خلاصولو غواړو خو خلک به هغسې بې کاغذونو تګ راتګ نه شې کولی لکه پخوا یې چې کاوه.))

د پاکستان وفاقي حکومت د مارچ په میاشت کې د چمن – سپين بولدک لار د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره تړلې وه چې د جولای د مياشتې په سر کې یې د تجارت لپاره پرانیسته خو د پېدل تګ لپاره لا هم بنده ده.

XS
SM
MD
LG