د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ لپاره بیا خلاصه شوه


د جولای پر ۲۶مه لسګونه مال وړونکي ګاډي د چمن او سپین بولدک پر وره واوښتل
د جولای پر ۲۶مه لسګونه مال وړونکي ګاډي د چمن او سپین بولدک پر وره واوښتل

چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ یې د چمن او سپین بولدک پوله یو ځل بیا د سوداګرۍ لپاره پرانیستې ده.

پر دې لار سوداګري د جولای پر ۱۴مه تر هغې وروسته بنده شوه چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه مهال د چمن ور د خلکو پر مخ هم تړل شوی وو خو بیا د پاکستان چارواکو پرانیست.

د چمن یوه انتظامي مشر جمعه داد مندوخېل په یو بیان کې ویلي چې د جولای پر ۲۶مه یې لار د "افغان ټرانزېټ تجارت ترڅنګ هر ډول سوداګرۍ لپاره" بیا پرانیستې خو زیاتوي چې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لارښوونې به په سختۍ عملي کوي.

د چارواکو په خبره، د چمن لار به اوس له سهاره د مازیګر تر پینځو بجو د سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.

د چمن سوداګرانو د حکومتي اقدام هرکلی کړی دی او وايي، شاوخوا دوه اوونۍ د دروازې تړل کېدو ورته مالي زیانونه اړولي.

د چمن د سوداګرانو ټولنې مشر جلات خان د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې د سیمې له انتظامي او نورو چارواکو سره په رابطه کې ول او هغوی یې له خپلو ستونزو خبر کړل.

د سبزیو او مېوو سوداګرو په وینا، د چمن او بولدک وره تړلو ورته لوی تاوان رسولی دی. د جولای پر ۱۴مه د دروازې د بندېدو له وجې دواړو خواوو ته لسګونه لارې درېدلې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG