د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو د مسلو د هواري لپاره د بنو جرګه په دوو میاشتو کې کېږي: اڅکزی


محمود خان اڅکزي د عثمان خان کاکړ د جنازې په غونډه کې د پښتنو د مسلو هواري لپاره د جرګې اعلان کړی وو - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۳مې انځور.
محمود خان اڅکزي د عثمان خان کاکړ د جنازې په غونډه کې د پښتنو د مسلو هواري لپاره د جرګې اعلان کړی وو - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۳مې انځور.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي دي چې د بلوچستان پښتون مېشته سیمې خورا زیاتې طبیعي زېرمې لري خو اوسېدونکي یې له هېواده بهر مزدورۍ ته اړ دي.

محمود خان اڅکزي د جولای پر ۱۱مه د بلوچستان په شېراني سیمه کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، په پاکستان کې پښتانه له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي چې د هواري په موخه یې دوه میاشتې وروسته په بنو کې د ټولو پښتنو سیاسي ګوندونو او ډلو جرګه کوي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جون پر ۲۳مه د ګوند د بلوچستان صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د جنازې په غونډه کې د جرګې اعلان کړی وو. اڅکزي هغه مهال ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان د پښتون مېشته سیمو له سیاسي مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته د جرګې نېټه ټاکي.

عثمان کاکړ د جون پر ۱۷مه د کوټې په شهباز ټاون کې د کوره د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی چې د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ومړ.

د نوموړي کورنۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، پر کاکړ برید شوی چې باید یې د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسا او یا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې عدالتي کمېشن پلټنې وکړي.

د بلوچستان حکومت وايي، د کاکړ مړینه طبیعي وه خو له ګوند سره یې په پلټنو کې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې.

د بلوچستان های کورټ د کاکړ د مړینې د پلټنو لپاره دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړ کړ چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند رد کړی دی.

ګوند د کاکړ د مړینې پر ضد د صوبې په پښتون مېشته سیمو کې د احتجاجي جلسو اعلان کړی چې د شېرانیو غونډه یې د سلسلې برخه وه.

تر دې مخکې د ګوند سیاستوالانو او ګڼو پلویانو د جولای پر نهمه په موساخېلو کې جلسه کړې وه.

د شېرانیو جلسې ته په وینا کې اڅکزي وویل، په پاکستان کې هر قام په خپله صوبه کې اوسي خو پښتانه په دوو صوبو کې وېشل شوي دي.

نوموړي همداراز، د افغانستان د تاوتریخوالي په اړه هم وغږېد او له ټولو افغان خواوو یې د اوربند کولو او د مذاکراتو له لارې د شخړې د هواري غوښتنه وکړه.

د مې په پیل کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی چې پکې افغان حکومت او طالبان یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

په اپرېل کې امریکايي ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې ټول پوځیان له افغانستانه باسي. تر نوموړي وروسته ناټو هم د ټولو سرتېرو ایستلو اعلان وکړ.

تر دې وروسته د جولای پر اتمه بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د اګست پر ۳۱مه به په افغانستان کې امریکايي ماموریت پای ته ورسېږي.

په عین حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په سفر دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG