د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان های کورټ د عثمان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره دوه کسیزه عدالتي کمیشن ټاکلی


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د بلوچستان های کورټ د چیف جسټس جمال خان مندوخېل تر منظورۍ وروسته، صوبايي حکومت ویلي دي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي صدر او پخواني سېنېتر عثمان خان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره یې یو عدالتي کمیشن جوړ کړی دی.

د جولای پر لومړۍ نېټه د بلوچستان کورنيو چارو د وزارت له لوري په جاري شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان های کورټ په دوو ججانو جسټس نعیم اختر افغان او جسټس نذیر احمد لانګو باندې مشتمل دوه کسیزه عدالتي کمیشن د عثمان کاکړ د مړینې پېښه پلټي.

د خبرپاڼې لمخه عدالتي کمیشن به په ۳۰ ورځو کې د پخواني سنیټر عثمان خان کاکړ د مړینې په اړه خپل راپور د بلوچستان های کورټ او صوبايي حکومت ته وړاندې کوي.

د جون پر ۲۳مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې شریکو لسګونه زره کسانو ته په وینا کې ويلي ول چې د عثمان خان په ناجوړۍ نه دی مړ، له هغه سره ظلم، جبر او زیاتوب شوی دی.

یاده دې وي چې عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۱۰مه نېټه د پاکستان سېنېټ ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي ول چې ده ته دړکې ورکول کېږي:

''دوی پر موږ د دې لپاره فشار اچوي چې تاسو له جمهوریته پرشا شی، له قامي حقونو پرشا شی، پر غیر جمهوري قوتونو سترګې پټې کړی، د ایین او پارلمنټ له سرلوړی پرشا شی، دا زه نشم کولای بیخي یې نشم کولای، پر دې که ماته، زما بچیو او کورنۍ ته تاوان رسېږي پروا نشته خو دا خبره دې په ډاګه وي چې د دې زمه واري به د دوو استخباراتي ادارو پر غاړه وي. ''نوموړي وویل، دا خبره ځکه پر ریکارډ راوړي چې د مرګ کیسه یې ورکه نه شي."

عثمان کاکړ د جون پر ۱۷مه د کوټې په شهباز ټاون کې د کوره د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی او بيا يې د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ساه ورکړې وه.

محمود خان اڅکزي ويلي وو، "د عثمان خان پېښه بالکل سمه د تشدد او وهلو پېښه ده، ما داسې شواهد ليدلي چې عثمان خان کور دی، یو سړی ننوتی او په منټ کې بیرته را وتلی دی او بیا څو کسان نور ور ننوتي دي، ته به یې پل وهې چې څوک ننوتی دی،‌ ما خو هغه دی لیدلی دی چې ننوتی دی".

ښاغلي اڅکزي ويلي وو، "که سم ايمانداره محقق وي د پارټۍ ملګري به هغه خپل مالومات ورته کېږدي چې دا سړی دلته څه کوي."

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر د جون پر ۲۱مه نېټه په کوټه کې د خبري کنفرانس پرمهال د عثمان خان کاکړ مړینه یوه طبعي پېښه بللې وه.

د بلوچستان صوبې وزیراعلا جام کمال په ۲۷م جون د عثمان کاکړ د فاتحې لپاره د هغه کور ته ورغلی او هلته يې ویلي وو،

"مسلم باغ ته تر راتګ د مخه مې اړوندو چارواکو ته د عدالتي پلټنو (جوډېشل انکوایري کمېشن) لپاره خط لیکلی دی چې هغوی بیا د بلوچستان له های کورټ سره په دې اړه نوره رابطه وکړي. د های کورټ د کمېشن په حواله که تاسو نور څه ویل غواړئ، د بلوچستان حکومت هغه ته او هر ډول مرستې ته تیار دی."

د صوبايي حکومت د عدالتي کمیشن په اړه د جون پر ۲۹مه د بلوچستان های کورټ د رجسټرار له لوري د صوبې د کورنيو چارو وزرات ته یو لیک استولی وو چي د عدالتي کمیشن جوړولو لپاره د ججانو د ټاکني اختیار یوازې د بلوچستان های کورټ له مشر قاضي (چیف جسټس) سره دی.

د بلوچستان های کورټ مشر قاضي جمال مندوخېل د حکومت له لوري د عدالتي کمیشن پر ټاکلو تحفظات څرګند کړي ول او خط یې هم ورته ولیکلی وو. په دغه لیک کې بلوچستان های کورټ صوبايي حکومت ته ویلي چې په خپل درخواست کې دې بدلون وکړي. د های کورټ په استولي لیک کې یې بلوچستان حکومت ته ویلي چې یا خو دې د ججانو کمیشن په اړه خپل لېږلی درخواست واړوي یا دې نوی درخواست ورته ورکړي.

د جون پر ۲۷مه د بلوچستان د داخله چارو وزارت په یو لیکلي خواست کې د صوبې له های کورټ نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یو مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مرګ د وجوهاتو مالومولو لپاره د جسټس اختر نعیم افغان او جستس ظهرالدین کاکړ باندې مشتمل د یوه دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه.

د عثمان کاکړ پر مرګ په ملک دننه او بهر په لوی شمېر کې خلکو ډېر سخت خپګان وښود او د هغه مړینه د جمهوریت او د پښتنو د سیاسي مبارزې لپاره یوه نه ډکېدونکې تشه بولي.

پخوانی سېنېټر عثمان کاکړ د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزېشن د یوه موثره غږ په نامه شهرت لاره.

XS
SM
MD
LG