د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک لبیک حکومتي واک وګواښه نو ځکه مو پرضد کارروايي وکړه: عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان
د پاکستان وزيراعظم عمران خان

د پاکستان وزيراعظم وايي، تحريک لبیک پاکستان حکومتي عملداري چېلنج کړه نو ځکه يې دوی پرضد کاروايي وکړه.

عمران خان نن( د اپرېل پر ۱۷مه) په خپل ټويټ کې ویلي دي چې مذهبي ډلې تحريک لبیک پاکستان چې کله د تشدد لار خپله کړه، پر خلکو او امنيتي ځواکونو يې حمله وکړه نو هله يې پرضد د ترهګرۍ قوانينو لاندې کارروايي وکړه.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ مخنیوي له قانون سره سم، پر مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان بندېز لګولی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د دې ډلې پلویانو د اپرېل پر ۱۲مه د خپل مشر علامه سعد حسین رضوي تر ګرفتارۍ وروسته مظاهرې پیل کړې.

په دې مظاهرو کې د حکومتي چارواکو په وينا ځينې کسان مړه شوي او د پوليسو په ګډون سلګونه کسان ژوبل شوي دي.

د تحریک لبیک غړیو او پلویانو غوښتنه کوله چې د فرانس سفیر دې له پاکستانه واېستل شي ځکه چې د دوی په نظر دغه هېواد په شارلي هیبدو مجله کې د اسلام د پيغمبر د خاکو چاپولو د حق دفاع کوي.

په فرانس کې تېر کال (۲۰۲۰۲ز) یوه ۱۸ کلن چېچن توکمه کس د ښوونځي یو ښوونکی په ټولګي کې زده کونکو ته د بیان ازادۍ د درس پر مهال د اسلام پیغمبر د خاکو ښوولو په تور وواژه.

د فرانس ولسمشر اېمانوېل مېکرون له هغه وخت راهیسې د پیغمبر د خاکو خپرولو دفاع کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG