د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر یوه ورځ تر ۳۸۰،۰۰۰ زیات کسان واکسین شوي: اسد عمر


په لاهور کې یو روغتیاپال یوه ښوونکي ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۸مې انځور.
په لاهور کې یو روغتیاپال یوه ښوونکي ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۸مې انځور.

د پاکستان پلانونو او پرمختيا وفاقي وزير اسد عمر وايي، په تېره يوه ورځ کې يې تر ۳۸۳،۰۰۰ زياتو کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسين ورکړي چې يو رېکارډ دی.

اسد عمر د مې پر ۳۰مه پر ټوېټر ليکلي چې په هېواد کې په مجموعي توګه تر اووه میلیونه کسان واکسين شوي دي او د دې ترڅنګ د کووېډ-۱۹ واکسين لپاره د نوم ليکنې شمېر هم په دوامداره توګه لوړېږي.

عمر زياتوي، په ټول ملک کې ۱۱،۶۶۳،۰۰۰ کسانو د کووېډ-۱۹ واکسين لپاره نومونه ثبت کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې پاکستان هڅه کوي چې په پړاوونو کې د هېواد ټول وګړي واکسین کړي.

حکومت د مې له ۲۹مې څخه تر ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکو ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ورکولو بهیر پیل کړ.

د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له وجې ۵۶ کسان مړه شوي دي. له دې سره د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۲۰،۷۳۶ ته رسېدلی دی.

د کورونا وايرس وبا په اړه حکومتي ووبپاڼه وايي، د مې ۳۰مې تر سهاره د کورونا وايرس ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۱۸،۹۳۶ ته رسېدلی دی. خو له دې ناروغۍ ۸۳۹،۳۲۲ کسان رغېدلي هم دي.

بلخوا د کورونا وایرس وبا د څار ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر) د مې پر ۲۸مه په اسلام اباد کې پرېکړه وکړه چې د لسم او دولسم جماعتونو امتحانونه له جون ۲۳مې تر جولای ۲۹مې پورې وي.

په غونډه کې دا هم وویل شول چې صوبې د امتحانونو د تیاري لپاره د مې له ۳۱مې څخه د لسم او دولسم سبقونه، د احتیاطي لارښوونو په عملي کولو، پیلوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG