د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا وایرس واکسین جوړول پيل کړل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستان د کورونا وایرس د قابو کولو لپاره د بهرنیو واکسینو د ورکولو د بهیر ترڅنګ پخپله هم د واکسینو جوړولو چارې نږدې بشپړې کړې دي.

د صحت قامي وزارت پارلیماني سکرترې نوشین حامد د مې پر ۲۱مه، په یوه غونډه کې قامي اسمبلۍ ته وویل چې په هېواد کې د کورونا وایرس واکسینو جوړېدل پیل شوي دي.

هغې وویل چې د "کېن ساینو" واکسین د صحت قامي اداره کې د جوړېدو په مرحله کې دي چې د روانې میاشتې په پاې کې به خلکو ته لګول شروع شي.

د واکسینو ورکولو بهیر:

بل پلو، د مې پر ۲۲مه، په پاکستان کې، هغو کسانو ته د کورونا وایرس د واکسینو ورکولو لړۍ پیل شوه چې عمرونه یې ۳۰ کاله یا له له هغې پورته دي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختیايي چارو وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر ۲۱مه پر ټویټر پاڼه ولیکل، د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې په غونډه کې دغه فېصله وشوه چې د مې له ۲۲مې څخه به ۳۰ کلنو او یا له هغې د پورته عمر کسانو ته د کورونا وایرس واکسین ورکول کېږي.


حکومت پر ولس غږ کړی چې د واکسینو د ترلاسه کولو لپاره دې ځانګړو مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

خلک د کورونا واکسینو په اړه څه وايي؟

د مومندو ارشد خان وايي، په پام کې لرې چې هم نن د واکسینو مرکز ته لاړ شي او واکسین ولګوي چې له کورونا وبا نه ځان وژغوري. نوموړي وايي، خپل ملګري به هم دې ته تشویقوي چې د کورونا وایرس واکسین دې ولګوي.

د مومندو یو بل اوسیدونکی ګل شاه علي خان وايي، پخوا یې د کورونا وایرس واکسینو ته زړه نه ښه کولو ځکه چې په اړه یې منفي پروپاګند اورېدلی و خو اوس هغه مطمین دی او غواړي چې پخپله هم واکسین ولګوي او خپلې کورنۍ ته یې هم تطبیق کړي.

په مومندو کې د محکمه صحت یو چارواکي ډاکټر محمد حیات اپریدي د مې پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، لا هم خلک په پوره توګه د واکسینو اخېستو ته لېواله نه معلومېږي او په کم تعداد کې خلک هغوی ته ورځي او واکسین لګوي. نوموړی وايي، په مومندو کې لومړی کس هغه و چې د کورونا واکسین یې ولګول نو خلک دې نه ډارېږي.

تر اوڅه څومره کسان واکسین شوي؟

تر دې مخکې د ۴۰ کالو او تر هغې زیات عمر لرونکو ته د واکسینو د ورکولو بهیر روان و.

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو خپروونکې دولتي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د مې تر ۲۲مې نېټې پورې پاکستان کې ۱۱ لاکه ۹۳ زره ۴۴۱ کسان د کورونا وایرس پر وړاندې په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مې پر ۲۱مه، له کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۸۸ نور کسان مړه شوي دي. د کورونا وایرس په اړه معلوماتو خپروونکې حکومتي وېبپاڼې تر مخه په تيرو ۲۴ ساعتونو کې څلور زره او اووه کسان کورونا وایرس وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې د کورونا وايرس وهلو مجموعي شمېر اته لکه او څه باندې ۹۷ زره ته رسېدلی.

د مې تر ۲۲مې تر اتو لکو او څه باندې ۱۳ زرو پورې کسان له کورونا بېرته رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG