د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کووېډ-۱۹ واکسینو نشتوالي خبرونه بې بنسټه دي: فیصل سلطان


په کراچۍ کې روغتیاپال یو سړي ته د سینوفارم واکسین ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز د مارچ ۱۰مې انځور
په کراچۍ کې روغتیاپال یو سړي ته د سینوفارم واکسین ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز د مارچ ۱۰مې انځور

د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ واکسینو د کمي په اړه خپاره شوي رپورټونه رد کړي.

ډاکتر فیصل سلطان د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د چینايي سینوفارم واکسینو نشتوالي په اړه خبرونه "بې بنسټه" دي او دا چې خلکو ته یې د واکسینو دوم خوراک ورکولو په اړه مناسب ګامونه پورته کړي دي.

ډاکتر سلطان دا سپیناوی هم وکړ چې د استرازېنېکا واکسین "بالکل محفوظ" دي او د خلکو پر روغتیا یې د ناسم اغېز په اړه خبرونه "بې لارې کوونکي" دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې پاکستان هڅه کوي چې په پړاوونو کې د هېواد وګړي واکسین کړي.

د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.

د روسیې سپوتنیک وي له هغو پينځو واکسینونو یو دی چې د پاکستان حکومت منظور کړي.
د روسیې سپوتنیک وي له هغو پينځو واکسینونو یو دی چې د پاکستان حکومت منظور کړي.

د کووېډ-۱۹ وبا د څار او کنټرول ملي مرکز (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) د مې پر ۱۹مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې تر اوسه په هېواد کې شاوخوا ۱۰ لکه خلک په بشپړ ډول واکسین شوي او شاوخوا ۲۰ لکه خلکو ته د واکسینو یوه ستن لګول شوې.

د کووېډ-۱۹ وبا په اړه د ارقامو حکومتي ووبپاڼې د مې پر ۱۹مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۳،۲۵۶ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال له مارچ راهیسې د رسمي پېښو شمېر ۸۸۶،۱۸۴ ته رسېدلی.

د ووبپاڼې په وینا، کووېډ-۱۹ تر اوسه په پاکستان کې ۱۹،۸۵۶ کسان وژلي خو ۷۹۹،۹۵۱ ورڅخه رغېدلي هم دي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې اېن سي او سي د مې پر ۱۹مه په غونډه کې د وبا د کنټرول لپاره محدودیتونو ته کتنه وکړي.

د پاکستان حکومت د مې له اتمې څخه تر ۱۶مې پورې په هېواد کې ټولبند لګولی وو خو د مې له ۱۷مې راهیسې یې پر ټرانسپورټ او کاروبارونو بندیزونه ختم کړل، البته د هېواد ټولې تعلیمي ادارې به د مې تر ۲۳مې تړلې وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG