د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له چینه د کورونا واکسین نور دوه ميليونه خوراکه ترلاسه کړل


په کراچۍ کې روغتیاپال یو سړي ته د سینوفارم واکسین ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز د مارچ ۱۰مې انځور
په کراچۍ کې روغتیاپال یو سړي ته د سینوفارم واکسین ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز د مارچ ۱۰مې انځور

د پاکستان حکومت وايي له چين څخه د کورونا وایرس دوه ميليونه ډوزه نور واکسين وررسېدلي دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر يا اېن سي او سي) د مې په ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې سره اوس په دې ملک کې د شته واکسينو شمېر يوولس ميليونه شو.

بلخوا په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ څخه ۵۷ کسان مړه شوي چې ورسره له دې ناروغۍ د مړو شویو ۲۰،۳۰۸ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ووبپاڼې د مې پر ۲۴مه ويلي چې په تېر شواروز کې د کورونا وایرس ۳،۰۶۰ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره له تېر کال فېبرورۍ راهیسې په پاکستان کې د کورونا وایرس وهلیو رسمي شمېر ۹۰۳،۵۹۹ ته رسېدلی، چې پکې ۸۲۰،۳۷۴ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي.

د ووبپاڼې په وینا، دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس د وړجنو شمېر شااوخوا ۶۳،۰۰۰ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG