د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال کرکټ کپ: ايرلېنډ سکاټلېنډ ته او وېسټ انډيز زېمبابوې ته ماتې ورکړه


د ايرلېنډ لوبډلې د سکاټلېنډ هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو تر سره کړ او په شپږو ويکټونو يې لوبه وګټل. انځور له ارشيفه
د ايرلېنډ لوبډلې د سکاټلېنډ هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو تر سره کړ او په شپږو ويکټونو يې لوبه وګټل. انځور له ارشيفه

د ۲۰ اووریزه کرکټ نړيوال کپ پر څلورمه ورځ ايرلېنډ سکاټلېنډ او وېسټ انډيز زېمبابوې ته ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۱۹مه د اسټراليا په هوبارټ کې په شوې سيالۍ کې سکاټلېنډ لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې یې د پينځو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې ايرلېنډ ټاکل شوی هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په شپږو وېکټو يې لوبه وګټله.

په هوبارټ کې په شوې دویمې سيالۍ کې بيا وېسټ انډيز لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو په شوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د زېمبابوې ټوله لوبډله په ۱۹م اوور کې د ۱۲۲ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده او دا ډول وېسټ انډيز په ۳۱ منډو لوبه وګټله.

دا د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ مرحله ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې د نړیوال جام د لومړي پړاو په هغو سیاليو کې د سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلېنډز (هالېنډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلېنډ او ایرلینډ لوبډلې شاملې دي . دوی د نړيوال کپ الف او ب ډلو ته د لارې موندلو په تکل دي.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۰مه نېدرلېنډز (هالېنډ) له سري لنکا سره د پېښور پر وخت سهار نهه بجې، او نمېبيا به له متحده عربي اماراتو سره د پېښور پر وخت ماسپښین يوه بجه سيالي کوي.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټراليا کې پيل شوی او پایلوبه به يې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG