د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د دريو هېوادونو ترمينځ د ۲۰ اووريز کرکټ جام پايلوبه وګټله


د نيوزيلېنډ په کرايسټچرچ کې د دريو هېوادونو تر مينځ د کرکټ ۲۰ اووريزو سياليو پايلوبې ګټلو وروسته پاکستانۍ لوبډله خوشحالي څرګندوي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۴مې انځور
د نيوزيلېنډ په کرايسټچرچ کې د دريو هېوادونو تر مينځ د کرکټ ۲۰ اووريزو سياليو پايلوبې ګټلو وروسته پاکستانۍ لوبډله خوشحالي څرګندوي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۴مې انځور

د نيوزيلېنډ په کرايسټچرچ ښار کې د دريو هېوادونو تر مينځ د کرکټ ۲۰ اووريزو سياليو پايلوبه پاکستان وګټله.

نن (د اکتوبر پر ۱۴مه) په هېګلي اوول ميدان کې شوې پايلوبه کې پاکستان ټاس وګاټه او نيوزيلېنډ ته يې د بېټينګ بلنه ورکړه. نيو زيلېنډ په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړي.

په ځواب کې پاکستان ټاکل شوی هدف د پينځو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰م اوور کې بشپړ کړ.

پر کوربه هېواد نيوزيلېنډ سربېره د دريو هېوادونو په دې سېريز کې پاکستان او بنګلا دېش ګډون کړی وو. د ۲۰ اوورونو د لوبو دا لړۍ د اکتوبر پر اوومه پيل شوې وه.

د دريو هېوادونو تر دې اتلولۍ وروسته به د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال جام سيالۍ پيلېږي. دا سيالۍ به د اکتوبر له ۱۶مې بيا د نومبر تر ۱۳مې په اسټراليا کې کېږي.

په دې نړيوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ سيالي د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان خلاف کوي. بلخوا به پاکستان د اکتوبر پر ۲۳مه د هند خلاف خپله لومړۍ سيالي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG