د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال کرکټ کپ: سري لنکا متحده عربي اماراتو او هالېنډ نېميبيا ته ماتې ورکړه


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه د ۲۰۰ اووريز نړيوال کپ په يوه لوبه کې سريلنکا متحده عربي اماراتو ته په ۷۹ منډو ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه د ۲۰۰ اووريز نړيوال کپ په يوه لوبه کې سريلنکا متحده عربي اماراتو ته په ۷۹ منډو ماتې ورکړه.

د ۲۰ اووریزه کرکټ نړيوال کپ په درېيمه ورځ، د اکتوبر پر ۱۸مه، سري لنکا متحده عربي اماراتو او نېدرلېنډز (هالېنډ) نېميبيا ته ماتې ورکړه.

د اسټرېليا په ګيلونګ کې سري لنکا لومړی بېټيننګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۲ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د متحده عربي اماراتو ټوله لوبډله د ۷۳ منډو په جوړولو سره په ۱۸م اوور کې وسوځېده.

تر دې وړاندې په يوه بله لوبه کې نېميبيا لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۱ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نېدرلېنډ په وروستي اوور کې د پينځو لوبغاړو په اوټ کېدو هدف پوره کړ او لوبه يې په پينځو وکټونو وګټله.

دا د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ مرحله ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې د نړیوال جام د لومړي پړاو په دغو سیاليو کې د سري لنکا، وېسټ انډیز، نېميبیا، نېدرلېنډز (هالېنډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلېنډ او ایرلینډ لوبډلې شاملې دي . دوی د نړيوال کپ الف او ب ډلو ته د لارې موندلو په تکل دي.

سبا (د اکتوبر پر ۱۹مه) به ايرلېنډ له سکاټلېنډ سره د پېښور پر وخت سهار نهه بجې، او وېسټ انډيز به له زېمبابوې سره د پېښور پر وخت غرمه يوه بجه سيالي کوي.

بلخوا به د اکتوبر پر ۱۹مه د تمريني لوبو په لړ کې پاکستان له افغانستان سره د پېښور پر وخت سهار اته بجې، بنګلا دېش له جنوبي افريقې سره غرمه يوه بجه، او همدا راز به هند له نيوزيلېنډ سره د پېښور پر وخت غرمه يوه بجه سيالي کوي.

د کرکټ شل اووریز نړیوال کپ د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټراليا کې پيل شوی او پایلوبه به يې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG