د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې په چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي، یوشمېر ژوبل


د طالبانو د حکومت وسله وال د جون پر ۱۸مه په کابل کې تر برید وروسته د سیکانو د ګوردوارې پهره کوي.
د طالبانو د حکومت وسله وال د جون پر ۱۸مه په کابل کې تر برید وروسته د سیکانو د ګوردوارې پهره کوي.

چارواکي وايي، د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې په یوه بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۲۸ ژوبل دي.

په غني خېلو کې د طالبانو ولسوال مولوي صدیق الله باختر اژانس ته ویلي دي چې وسله والو د ولسوالۍ د عامې روغتیا مدیر په موټر پسې بم نښلولی وو چې د جون پر ۲۰مه سهار نهه بجې په شېرګر بازار کې وچاودېد.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په ژوبلو کې پینځه طالبان هم شامل دي.

اخوا د سیمې یوشمېر اوسېدونکو او عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي دي چې په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او د یوشمېر ژوبلو روغتیايي حالت ښه نه دی.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې خو تر دې مخکې په ننګرهار کې پر طالبانو د بریدونو ذمه واري د اسلامي دولت یا داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.

په تېرو ورځو کې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې حملې شوې دي چې پکې د طالبانو د سرتېرو او حکومتي کارکوونکو ترڅنګ لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جون پر ۱۹مه مازیګر مهال د کابل په خواجه بغرا سیمه کې د ولسي وګړو موټر د مقناطیسي بم ښکار شو چې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خبره، پکې دوه کسان ووژل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې د سیکانو پر ګوردوارې ډله ییز وسله وال برید وشو. طالبانو تر حملې وروسته په سیمه کې له وسله والو سره نښته پیل کړه چې تر شاوخوا پینځو ساعتونو پورې روانه وه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په هغه حمله کې د یو سیک په ګډون دوه تنه ووژل شول او اووه کسان ژوبل شول. د داعش ډلې خراسان څانګې پر ګوردوارې د وسله وال برید مسوولیت منلی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جون پر ۱۸مه تر برید وروسته رسنيو ته ويلي چې د مذهبي لږکيو د امنيت لپاره به ګامونه اخلي.

تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې، د جون پر ۱۲مه په کونړ، کندوز، بدخشان ولایتونو کې چاودنې او په بلخ کې وسله وال برید وشو چې پکې لږترلږه درې تنه ووژل او ۱۷ ژوبل شول.

د جون پر نهمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې پکې پینځه طالبان او یو ولسي وګړی ووژل شول او یو طالب سرتېری ژوبل شو. تر دې مخکې د جون پر شپږمه په کابل ښار کې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شول. د دواړو پېښو ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزار شریف کې د اهل تشیع پر جومات په برید کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د اپرېل پر ۲۱مه په مزار شریف کې د اهل تشیع پر جومات په برید کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د مې پر ۲۵مه په مزارشریف کې درې بمي چاودنې وشوې چې پکې طالب چارواکو د لږترلږه ۱۰ کسانو مړینه تایید کړه. د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې خراسان څانګې د هغو چاودنو ذمه واري منلې وه.

پر هم هغه ورځ، د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

د طالبانو حکومت وايي، د ناامنیو د مخنیوي هڅې کوي او زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د داعش ډلې پرضد اقدامات کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جون پر ۱۳مه سهار پر ټوېټر ولیکل چې ځانګړو ځواکونو یې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ ناوخته د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي چې پکې د یوسف په نوم یو قوماندان او یو بل مشکوک وسله وال وژل شوی. مجاهد دعوه کړې چې په عملیاتو کې یې د محمد اغا په نوم یو بل مشکوک وسله وال د نیولو دعوه هم کړې ده.

طالبانو د جون پر ۱۱مه تایید کړه چې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو یې د تخار په مرکز تالقانو کې د داعش ډلې د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز په نښه کړی او په عملیاتو کې یې د یوه قوماندان یونس ازبکستاني په ګډون اته تنه وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د طالبانو د حکومت د دعوو تصدیق نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG