د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې: ستولتنبرګ


د ناټو عمومي منشي ینز ستولنبرګ د فبرورۍ پر ۱۸مه د اېتلاف د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په حال کې.
د ناټو عمومي منشي ینز ستولنبرګ د فبرورۍ پر ۱۸مه د اېتلاف د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په حال کې.

د ناټو عمومي مشر ینز ستولتنبرګ ویلي، هغه پوځي اېتلاف له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو ایستلو څرنګوالي پر موضوع وروستۍ پرېکړې ته نه دی رسېدلی.

د ناټو د دفاع وزیرانو د فبرورۍ پر ۱۸مه انلاین غونډه پر داسې مهال شوې چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې ته کتنه کوي چې دا معلومه کړي چې ایا طالبان د اوربند کولو او له افغان حکومت سره د بامعنا مذاکراتو په ګډون خپلې ژمنې پوره کوي او که څنګه؟

له موافقې سره سم، د طالبانو له لوري د امنیتي ضمانتونو، لکه له وسله والې ډلې القاعدې سره د اړیکو پرې کولو، په بدل کې به د روان کال د مې تر لومړۍ پورې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.

د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې د خبرو پر پیلېدو سربېره په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی چې له وجې یې په بیړه له هغه هېواده د ناټو پوځیانو د ایستلو او په دې توګه طالبانو ته د ممکنه بریا د موقعې برابرولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ینز ستولتنبرګ د فبرورۍ ۱۸مې پر مازیګر د ناټو د دفاع وزیرانو تر انلاین غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې یې د خپل پوځي "حضور راتلونکې په اړه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې."

نوموړي همداراز، پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې ژمنې عملي کړي، تاوتریخوالی کم کړي او له ترهګرو ډلو سره د همکاریو ختمولو ډاډ ورکړي.

طالبان وايي، له امریکا سره یې د موافقې پر اساس عمل کړی او له ترهګرو ډلو سره اړیکي نه پالي.

ستولتنبرګ زیاته کړه، د مې د لومړۍ ټاکلې نېټې له رارسېدو سره به د ناټو اېتلاف ملګري په راتلونکو اوونیو کې خپلو مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG