د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته راوګرځي:اروپايي ټولنه


ایران ته د ملا برادر په مشرۍ د طالب پلاوي سفر او له د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدنه
ایران ته د ملا برادر په مشرۍ د طالب پلاوي سفر او له د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدنه

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته وګرځي.

له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې دوحه کې د سولې بین‌الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي او دې مسئلې پر افغانانو سربېره د افغانستان د حکومت نړیوال شریکان هم اندېښمن کړي دي.

رولاند کوبیا بهرنیو هېوادونو ته د طالبانو د سفرونو په غبرګون کې ویلي، "سوله او د افغانانو په خوښې د یوې حل لارې موندل، له افغانانو سره د خبرو د مېز له لارې شونې ده."

کوبیا تېر ماخوستن په یوه ټویټ کې لیکلي،"بهرنیو هېوادونو ته سفرونه هغه بشپړ حاکمیت بېرته نه‌شي ترلاسه کولای چې له ډېره وخته‌یې تمه کېږي او دغه‌راز بهرنی اغېز هم نه‌شي کمولای".

کوبیا خپل دغه ټویټ هم په کابل کې د ایران د پخواني سفیر محمد رضا بهرامي د ټویټ په ځواب کې کړی.

بهرامي هم لیکلي "که طالبان غواړي ثابته کړي چې له خپل تېر حالته‌ یې فاصله اخیستې او په رښتیا سیاسي هوکړې ته ژمن دي، باید د سولې خبرو ته بیا وګرځي او له جګړو لاس واخلي".

د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه په دې وروستیو کې پاکستان، ایران، روسیې او ترکمنستان ته سفرونه وکړل او د دې سفرونو پر مهال افغان حکومت هم وویل چې طالبان باید د دې کار پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.

بل لور ته وړمه ورځ له دوحې نه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي هم هېواد ته ستانه شول او مسولینو یې لامل هم شخصي او کورني موضوعات یاد کړي دي.

د سولې خبرو ته له طالبانو د بېرته ورګرځېدو غوښتنې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې لا تاوتریخوالی هماغسې روان دی.

یوازې د فېرورۍ پر ۱۰مه پلازمېنه کابل کې درې چاودنې وشوې چې د پنځمې حوزې د امر په ګډون‌یې دوه تنه ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

کابل کې د پنځمې امنیتي حوزې د امر پر موټر چاودنه
کابل کې د پنځمې امنیتي حوزې د امر پر موټر چاودنه

تر دې یوه ورځ وړاندې د کابل لوېدیځ باغ داوود سیمه کې یوه برید کې د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا ریاست د سرپرست په ګډون د دغې ادارې ۴ کارکوونکي ووژل شول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي "هېواد کې د وینې سېل روان دی" او په خبره‌یې د جګړې د پای ته رسولو مسؤلیت خپله د افغانانو دی.

مېرمن اکبر پر خپله ټویټرپاڼه په یوه ډول د دوحې په خبرو هم نیوکه کړې او لیکلي یې دي، په داسې وضعیت کې ولې دوحه کې د خبرو دواړه لوري د وینې تویېدنې پر مخنیوي تمرکز نه‌کوي.

موږ هڅه وکړه چې له طالبانو وپوښتو چې څه وخت بېرته بین‌الافغاني خبرو ته حاضرېږي، خو د دوی مطبوعاتي مسؤلینو په دې اړه څه ونه‌ویل.

دوی بیا له دې وړاندې ویلي چې بین‌الافغاني خبرې نه‌دي درېدلي او په وینا یې خبرو کې دومره ځنډ طبیعي چاره ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG