د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغانستان ته د دفاعي اړیکو ډاډ ورکړ


د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن له افغانستان سره د مشارکت او غښتلو دفاعي اړیکو ډاډ ورکړی دی.

اسټن دا خبره د فېبرورۍ پر پنځمه له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر ټیلېفوني خبرو وروسته په خپل ټوېټر لیکلې ده.

هغه ویلي له افغان ولسمشر سره يې د افغان سولې پروسې د چټک پرمختګ د اهمیت او د افغانستان او امریکا په ګډ قوي مشارکت خبرې کړې دي.


د افغانستان جمهوري ریاست هم په یوه اعلامیه کې د دې خبرو یادونه کړې.

د ارګ اعلامیه زیاتوي چې افغان ولسمشر او د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زياتوالي اندېښنه وښوده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا پر طالبانو تور لګولی چې په بې دلیله پلمو د سولې په خبرو کې د ځنډ باعث کېږي.

د سولې عالي شورا د فېبرورۍ پر پنځمه په یوه خبرپاڼه کې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله له قوله ویلي چې طالبان د جګړې پای ته رسولو په اړه د اصلي خبرو پرځای په سفرونو او نورو بحثونو بوخت دي، خو وسله وال یې په افغانستان کې د خلکو پرضد تشدد ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG