د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي: سټولټنبرګ


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم او د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې د فېبرورۍ پر ۱۷مه د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډۍ له لومړۍ جلسې وروسته خبریالانو ته وکړې.

د دوی د نن ورځې بحثونه به په افغانستان او عراق کې د ناټو پر پوځي ماموریت او د دغه ماموریت پر دوام یا پای ته رسېدو ورټول وي.

سټولټنبرګ وايي، له امریکا سره په ګډه افغانستان کې د خپلو شاوخوا ۱۰ زره سرتېرو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي: "څنګه چې تاسو پوهېږئ، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته موږ په ګډه افغانستان ته ولاړو، موږ د خپل شتون په اړه ګډه پرېکړه وکړه، دا چې موږ په مناسب وخت کې وځو، په دې اړه هم ګډه پرېکړه کوو، اوس مشوره او همغږي کوو، موږ به نن په دې اړه بحثونه ولرو چې اوس‌یې د پایلو په اړه څه نه ‌شم ویلی، د امریکا په ګډون به ټول شریکان له نېږدې همغږي او بیا ګډه پرېکړه کوي، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او په ښه نیت خبرې وکړي، طالبان باید د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي او د هغوی ملاتړ ودروي."

له کله نه چې امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ نوې اداره رامنځته شوې، دا لومړی ځل دی چې د ناټو دفاع وزیران د افغانستان او عراق د ماموریتونو د راتلونکې په تړاو او دغه‌راز د چین او روسیې له‌خوا په رامنځته شویو ننګونو خبرې کوي.

د افغانستان په اړه د ناټو د نننۍ غونډې له جوړېدو مخکې د افغان دولت د ملي امنیت شورا ویلي، هیله‌‍من دي چې دغه سازمان دغه هېواد کې د خپل حضور په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا د نوې ادارې چارواکي اوس په دې بوخت دي چې له طالبانو سره د ډونالد ټرمپ د ادارې هغه هوکړه وارزوي چې نږدې کال مخکې په دوحه کې لاسلیک شوه.

د دې هوکړې له مخې، ټاکل شوې راتلونکې مې میاشت کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ وایي، د وتلو دا مهلت په شرایطو پورې تړلی دی.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون

دی زیاتوي: "په هوکړه کې د وتلو مهلت د مې میاشتې پیل دی، خو د افغانستان د پرېښودو ژمنه د شرایطو پر بنسټ ده، افغانستان کې زموږ حضور په شرایطو پورې تړلی، طالبان باید په ژمنو عمل وکړي، هغه څه چې اوس ناټو ترسره کوي هغه دا دي چې تر هر څه مخکې د سولې د ملاتړ او د هوکړې د عملي کولو لپاره هر هغه څه کوو چې په وس کې مو وي، موږ به په ښه وخت کې ووځو، اوس زموږ تمرکز دا دی چې څنګه د سولې د هڅو ملاتړ وکړو."

بلخوا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر ویلي، طالبانو د پخوا په پرتله تاوتریخوالی څو برابره زیات کړی دی.

مېلر وايي، طالبانو د پخوا په پرتله تاوتریخوالی څو برابره زیات کړی دی.
مېلر وايي، طالبانو د پخوا په پرتله تاوتریخوالی څو برابره زیات کړی دی.

طالبانو بیا ویلي چې دوی تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راوستلی او دوی د ناټو د غونډې په درشل کې د افغانستان له نړیوالو شریکانو غوښتي چې د دوحې په ژمنه عمل وکړي.

په امریکا کې د افغانستان د مطالعې د ډلې په راپور کې چې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو غړي په‌کې دي راغلي، واشنګټن باید د مې میاشتې وروستۍ نېټه وغځوي.

دغې ډلې د فبرورۍ په لومړیو کې خپل راپور کې وویل، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل به ممکن کورنیو جګړو، سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ او د القاعده د ګواښ بیا ژوندي کېدو ته زمینه برابره کړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG