د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي د امرانه رویو ضد مبارزې ته دوام ورکوي


مولانا فضل الرحمان د ۲۰۱۹ز کال د نومبر پر شپږمه اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاجي پرلت ته د وینا پر مهال
مولانا فضل الرحمان د ۲۰۱۹ز کال د نومبر پر شپږمه اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاجي پرلت ته د وینا پر مهال

پېښور - د جمیعت علمای اسلام (ف) ډلې مشر ویلي، په پاکستان کې د امرانه رویو ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۱۶مه په پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، په هېواد کې د ایین او قانون واکمني غواړي.

د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې چې په پاکستان کې انتخابات وشول او پاکستان تحریک انصاف ګوند د زیاتو څوکیو په ګټلو وفاقي اېتلافي حکومت جوړ کړ نو له هغه وخت راهیسې مولانا فضل الرحمان د حکومت ضد لاریونونه، احتجاجونه او غونډې کړې دي او غواړي چې اپوزیشن ګوندونه په یو دریځ ورغونډ کړي.

په دې لړ کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزیشن یو شمېر ګوندونو د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر په پای کې د اسلام اباد لوري ته احتجاجي لاریون وکړ او بیا یې په پلازمېنه کې پرلت وواهه.

نوموړی تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې وه نو ځکه باید له سره انتخابات وشي.

وزیراعظم عمران خان په ۲۰۱۸ز کال کې د انتخاباتي درغلیو د پلټنو ژمنه کړې وه خو انتخاباتي کمېشن وايي، ټاکنې رڼې او منصفانه وې.

مولانا فضل الرحمان په وینا کې حکومت چیلېنج کړ چې د ده پر ضد دې د احتساب قامي اداره (نیب) استعمال کړي خو ویې ویل چې پخوا یې هم کړې او اوس به هم د ده په وینا، د امرانه چلند ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

اړوند موضوعات:

اپوزیشن ګوندونه ولې د حکومت ضد یو دریځ نه لري؟

حکومت وايي، د نیب په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر د عمران خان په مشرۍ د هند تر واک لاندې د کشمیر او اقتصادي تګلارو نیوکې وکړې او ویې ویل چې تحریک انصاف باید له واکه لیرې شي.

حکومت په بیا بیا ویلي چې اقتصادي مشکلات ورته په میراث کې پاتې دي او د هواري هڅې یې کوي.

ولسمشر عارف علوي د اګست پر پېنځمه اسلام اباد کې د کشمیر په اړه احتجاجي غونډې ته وینا کوي
ولسمشر عارف علوي د اګست پر پېنځمه اسلام اباد کې د کشمیر په اړه احتجاجي غونډې ته وینا کوي

حکومت همداراز، د اګست پر څلورمه د هند تر واک لاندې کشمیر د پاکستان په نقشه کې شامل کړ او په بله ورځ یې د هغې سیمې د ځانګړي اییني حیثیت او کورواکۍ ختمېدو د کال پوره کېدو په مناسبت احتجاج وکړ.

نوي دلي د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه تر خپل واک لاندې د کشمیر ځانګړی اییني حیثیت او کورواکي ختم کړل چې پاکستان یې غندنه وکړه او پر ضد یې پر نړیوال کچ ډېپلوماټیکې هڅې پیل کړې.

هند دا کورنۍ معامله بولي او پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو جشن ته په اشاره وویل، خپلواکي پر سړکونو د شور جوړولو یا نڅا ته نه وايي بلکې په وینا یې باید خلک یې محسوس کړي.

پر حکومت د مولانا فضل الرحمان تر تنقید وروسته د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف ځینو مشرانو پر ټوېټر پر نوموړي نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغه د اګست ۱۴مې خوشالۍ نه لمانځي.

واکمن تحریک انصاف په بیا بیا ویلي دي چې اپوزیشن ګوندونه د احتساب له بهیره د ځان ژغورنې لپاره د احتجاجونو ګواښ کوي.

حکومت همداراز وايي چې نیب په خپلو چارو کې خپلواکه اداره ده چې د احتساب عمل ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG