'ازادي مارچ' دوهم پړاو ته ولاړ
د جميعت علمای اسلام په مشرۍ د حکومت پرضد د اسلام اباد مارچ بېګاه ختم شو او په احتجاج کې شامل خلک کورونو ته روان شوي دي. مولانا فضل الرحمن د احتجاج دوهم پړاو اعلان وکړ چې له مخې به يې اوس د هېواد لوی لوی سړکونه تړل کېږي. دا مارچ د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه اسلام اباد ته رسېدلی وو چې د وزيراعظم عمران خان د استعفی غوښتنه يې کوله. په دې اړه د احمدالله رپورټ اورو.
د فېسبوک تبصرې