د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول اپوزېشن یوموټی دی. مولانا فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ برخوالو ته د وینا پرمهال
مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ برخوالو ته د وینا پرمهال

مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل چې د اپوزېشن ټول سیاسي له جمعیت علمای اسلام سره د حکومت پروړاندې دې مبارزه کې یوموټي ولاړ دي.

نوموړي وویل په دې سره هغه پرپاګنده هم مړه شوه چې اپوزېش له 'ازادۍ مارچ' سره یوه خوله نه دی.

مخالفو ګوندونو د ازادۍ مارچ د برخوالو هغه پرونۍ مایوسي هم له منځه یووړه چې دلته تاسو لږه ډېره لرله. او د هغوی وینا وه چې د دې پرلت ختمولو فیصله به هم دلته ناست وګړي کوي دوی [اپوزېشن] به یې نه کوي.

په اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوالو ته چې نن یې پنځمه ورځ ده، په اسلام اباد کې یې د وزیر اعظم عمران خان له خپلې څوکۍ د هیسته کولو لپاره پرت وهلی دی، مولانا فضل الرحمن وویل، د خوښۍ خبره دا ده کله چې عمران خان په ۲۰۱۴ز کال د حکومت خلاف پرلت/دهرنه وهلې وه نو هغه وخت هم یوازې وو او اوس چې خپله په حکومت کې نو هم یوازې دی.

د مولانا فضل الرحمن وینا وه چې پاکستان په نړیواله کچه او په سیمه ییزه کچه تنهايی ته تللی دی او دوی به یې له دې ګوښه توب راباسي.

مولانا فضل الرحمن زیاته کړه چې له تېر یوه کال راهیسې پاکستان ورځ تر بلې پر ځوړ او تنزل روان دی. پاکستان د کنګالېدو څوکې ته نېږدی شوی دی او د ده په وینا چې دوی د پاکستان زوال هېڅکله نه شي زغملی.

دا وخت د پاکستان ټولې ادارې په اضطراب کې دي، او له دې ناکرارۍ یې یوازې دوی را-اېستلی شي.

مولانا فضل الرحمن وویل چې د 'ازادۍ مارچ' له برکته یوه سرکاري کمېټۍ جوړه شوې ده او کمېټۍ پرځای د دې چې زموږ غوښتنه واورې له خپلې مخې یې یو شرط لګولی دی او ما ورته ویل چې مدعا زموږ ده نو غوښتنه به هم موږ وړاندې کوو.

د جمیعت غړي د اسلام اباد ناسته پر ټولنیزو شبکو خپروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وویل، د دوی یوازې او لومړۍ مطالبه دا ده چې نور به دا ناجایز حکمرانان خپل ټغر نغاړي، قوم ته به خپل حق ورکول کېږي تر دې لاندې په کمه هېڅ هم نه مني.

د نوموړي وینا وه، د کومو مقاصدو لپاره چې دلته راټول شوي ول هغه ته په رسېدو کې نېږدې شوي دي.

جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وویل چې دوی د ایین سرلوړي غواړي او نن چې د پاکستان ټول وګړي دلته راټول دي د هغوی ټولو غوښتنه هم د دې ملک د ایین بالادستي ده. نوموړي وویل دا ایین دی چې د دې ملک قامونه پرې سلا دي.

هغه وویل په ملک کې ناکراري ځکه ده چې ناټاکلي کسان پر ولس تپل شوي دي او دلته خلک یوازې د خپل اییني حق لپاره راوتلي دي او هغه دا چې ناجایزه حکمرانان به ځي نو تر دې په کمه بله هېڅ نه منل کېږي.

نن ټول ولس راوتلی دی او له دې ولس سره ټکر وهل له ټول ملک سره د تصادم په معنا دی. نو لنډه دا چې ناجایز حکمرانان چې څومره زغرده ولاړ شي هومره ژر به ملک له ناکرارۍ راووځي.

مولانا فضل الرحمن پر ناستو خلکو ږغ وکړئ، تاسو فیصله وکړی چې دلته به پرلت وهو که به ځو. د ده په وینا کې دا فیصله وشوه چې د عمران خان تر استعفا به هم دلته ناست وي.

بلخوا پاکستاني رسنۍ وايي په دوشنبه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د پارليماني پارتۍ او د اتحادي ګوندونه غونډه وشوه چې ورته د وزيراعظم وينا وه د اپوزيشن په غوښتنه به کله هم استعفې ورنکړي ځکه چې دوی په ملک کې انتشار غواړي خو موږ به له زغمه کار اخلو او اپوزيشن دې د دوی زغم کمزوري نه ګڼي.

د دې ترڅنګ تيرماښام حکومتي مذاکراتي کمېټۍ د اپوزېشن ګوندونو له رهبر کمېټۍ سره په اسلام اباد کې ولیدل.

د حکومتي کمېټۍ مشر پروېز خټک له ملاقاته وروسته رسنيو ته وويل موږ د اپوزيشن غوښتنو نه ځان خبر کړ او دوی زموږ خبرې واورېدلې موږ به له خپلو خپلو مشرانو سره کښېنو او د دې غوښتنو په باب به ورسره خبرې کوو او هيله لرو چې نن زموږ کومه بله ناسته به کيږي نو ښه پرمختګ به پکې وشي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ چې ورته د نهه مخالفه ګوندونو ملاتړ ترلاسه دې د اکتوبر پر ۲۷ مه د کراچۍ څخه پېل شوی و او وروسته ورسره وروسته د بلوچستان، پنجاب او خېبرپښتونخوا قافلې هم ملګرې شوې. دوي د ۳۱م اکتوبر په شپه ناوخته اسلام اباد ته ورسېدل او له هغه وخته راهیسې د حکومت پرضد په احتجاج کوي.

اپوزيشن ګوندونه غوښتنه کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت دې استعفې ورکړي خو د حکمران ګوند غړي بيا وايي وزيراعظم به يې په غوښتنه کله هم استعفی ورنکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG