د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوکنارو کښت حرام دی: دیني عالمان


په ننګرهار کې کمپاین.
په ننګرهار کې کمپاین.

په ننګرهار کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په شل سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي، خو ولایتي اداره وايي چې په هره ولسوالۍ کې چې کوکنار وکرل شي، سيمه ییز چارواکي به يې له دنده ګوښه او هغه چا چې په خپلو ځمکو کوکنار وکرل، قانوني چلند به ورسره وشي.
بلخوا دیني عالمان وايي چې د کوکنار کرل حرام دي.

سره له دې چې د ننګرهار چارواکي ویلي دي چې په هرې ولسوالۍ کې سږکال کوکنار وکرل شي، سيمه ييز چارواکي به يې له دندو ګوښه کوي او هغو بزګرانو سره به قانوني چلند وکړي چې په خپلو ځمکو يې کوکنار کرلي وي، خو په ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې تر شل سلنې پورې ځمکه باندې کوکنار کرل شوي.

د دغه ریاست مشر ادريس ساپي د شنبې په ورځ د نشه يي توکو د کښت د مخنيوي په غرض يوې جوړې شوې غونډې ته وویل:

((زموږ سروي خو وروسته نهايي کېږي خو کوم ابتدايي ارقام چې موږ له ولسواليو څخه راټول کړي، زه مطمین يم چې په شل پينځه ويشت فیصده ځمکه کې به کوکنار کرل شوي وي. موږ کوشش کوو چې دهقان مجبوره کړو چې وايې ړوي، موږ يوه بله د تخریب پروسه لرو، ساحې به پلان کوو او کوکنار به په کې له منځه وړو.))

​بلخوا د ننګرهار مرستيال والي تمیم عارف مومند وايي چې په کومو ولسواليو کې کوکنار وکرل شي، دوی به د هغو ولسواليو چارواکې له دندو ګوښه او مجازات کړي.

(( د مخدراتو او مسکراتو ټولې هغه غیر قانوني کړنې چې هم د قانون له نګاه نه هم د اسلام له نګاه نه حرامې دي، دې ته باید په ګډه کار وکړو. د دې تر څنګ د والي صاحب هدایت دا وو چې په هر هغه ولسوالۍ کې چې دغو کړنو ته زمینه سازي کېږي، د هغو ولسواليو مسوولین به مستقماً مجازات کېږي او له دندو به ګوښه کېږي.))

​په دغه غونډه کې دیني عالمانو د يوې فتوا په ورکولو سره د کوکنار کرل حرام وګڼل.

د دیني عالمانو په استازولۍ مولوي محمد داود مجاهد وویل:

(( له ځمکې نه چې شنه کېږي، که هغه تماکو دي، که هغه چرس دي او که هغه کوکنار دي، الله تعالي منع کړي دي. الله رب العالمین فرمايلي دي چې تاسو په ځمکه کې پاک څېزونه وکرئ، دیني عالمانو هر وخت د خپلو منابرو له لارې نه د کوکنارو کښت حرام ګڼلی دي.))

په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې تېر کال د ننګرهار په پينځلس ولسواليو کې څه باندې اتلس زره هتکاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي ول، خو زیاتوي چې له سر له اوسه د کوکنارو د کښت مخه ونه ونيول شي، امکان دې ولري چې سږکال هم په زیاته ځمکه خلک کوکنار وکري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG