د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د مشال خان وژنه کې د ککړ کس د مرګ سزا په عمر قید اړولې


د مشال خان وژنې په پاکستان کې پراخ احتجاجونه پارولي ول - د ۲۰۱۷ز د اپرېل ۲۳مې انځور.
د مشال خان وژنې په پاکستان کې پراخ احتجاجونه پارولي ول - د ۲۰۱۷ز د اپرېل ۲۳مې انځور.

پېښور های کورټ د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي مشال خان په وژنه کې د ککړ کس د مرګ سزا، په عمر قید اړولې ده.

دې جرګګۍ د سېپټېمبر پر ۲۹مه خپله فیصله محفوظه کړې وه.

خو د مشال خان پلار محمد اقبال د نومبر ۱۹مې پر شپې ناوخته مشال راډيو ته وویل، د عمران د سزا بدلولو پرېکړې پر ضد د پاکستان سپریم کورټ ته ځي.

د قانوني چارو پوه او د مشال خان د قضیې یوه وکیل شهاب الدین خټک وايي، عدالت د عمران په سزا کې تخفیف کړی نو ځکه د اقبال په وینا، په سپریم کورټ کې درخواست دایروي.

خو ده دا و نه ویل چې قضیه کله سپریم کورټ ته وړي.

پېښور های کورټ په فیصله کې د اووه کسانو د عمر قید سزا پر ځای ساتلې او د ۲۵ سزا شویو کسانو ضمانت یې رد کړی او پولیسو ته یې د هغوی د بیاګرفتارۍ امر کړی.

د ۲۰۱۷ز د اپرېل پر ۱۳مه، پارېدلیو کسانو ۲۳ کلن مشال خان د مذهب سپکاوي په تور وژلی وو.

پولیسو وروسته وویل چې پر نوموړي لګېدلی تور ناسم وو.

په ۲۰۱۸ز کې د خیبر پښتونخوا یوه عدالت عمران ته د مرګ، اووه کسانو ته یې د عمر قید او ۲۵ ته یې د درې کلونو د بند سزاګانې اورولې وې او ۲۶ کسان یې خوشې کړي ول.

صوبايي حکومت، د مشال خان پلار او سزا شویو کسانو د عدالت فیصلې ضد های کورټ ته درخواست کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG