د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د مشال خان قضیه کې پر اپیلونو فیصله کړه


مشال خان بلوه ګرو زده کوونکو په عبدالولي خان پوهنتون کې په وهلو ډبلو وواژه

وکیل فضل خان وايي، له عدالته د انصاف په تمه دی او هیله ده چې د مشال خان په وژنه ککړو ته به سختې سزاګانې ورکړل شي. نوموړي دا څرګندونې د سپټمبر پر ۳۰مه له هغې وروسته مشال ریډيو ته وکړې چې د سپټمبر پر ۲۹مه په پيښور های کورټ کې د مشال خان او د هغه په وژنه کې د تورونو کسانو وکیلانو لخوا د جمع شوو اپیلونو اوریدنه وشوه.

د مشال خان په مقدمه کې وکیل فضل خان ایډوکیټ زیاته کړه چې د نهې پر ورځ پېښور های کورټ د ترهګری ضد عدالت د پرېکړې خلاف د درخواستونو اورېدنه محفوظه کړه او هیله ده چې ډېر ژر به یې د اپیلونو په اړه پرېکړه واورل شي. نوموړی زیاتوي د مشال خان په کیس کې شاوخوا درې اوونۍ د اپیلونو اوریدنه وشوه. په دې کې د ملزمانوله لورې د بریت په اړه هم درخواستونه کړي وو. دی وايي، دوی عدالت ته خواست کړی وو، هغه کسان چې بري شوي دي او چا ته چې لږه سزا اورول شوې ده، هغوی ته دې زیاته سزا ورکړل شي. فضل خان زیاتوي چې ان له عدالته یې هغوی ته د پهانسۍ ورکولو غوښتنه کړه وه.

د مشال خان پلار محمد اقبال د ترهګرۍ ضد عدالت د دې پرېکړې خلاف پېښور های کورټ ته مقدمه یووړه او غوښتنه یې وکړه چې دا پرېکړه سمه نه ده او دې کسانو ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.

نوموړي د سپټمبر پر ۳۰مه مشال ریډيو ته وویل چې د خپل زوي په مقدمه کې د انصاف غوښتنه د دې لپاره کوي چې په راتلونکي کې د سختدریځه سوچ مخنیوی یقیني شي.دی زیاتوي په تېر وخت کې په باچا خان، زرعي او مردان پوهنتونونو او پېښور ارمي پبلک سکول کې بریدونه وشول او ډېر هوښیار او تعلیمافته کسان پکې ووژل شول. ځکه خو دی له ټولنې خواست کوي چې د مشال خان د کیس ملاتړ وکړي. په دې کې زما په دې کې ذاتي مفادات نه بلکې د وطن د سولې لپاره هڅې دي. له ججانو بیا دا غوښتنه کومه چې که د مشال خان په پېښه کې ککړ سزا شول نو د جنګ پرستو مټ به تر څه حده ونیول شي.

د مشال خان په پېښه کې د تورونو کسانو خپلوانو او وکیل سره د خبرو هڅې وکړې خو بریالي نشو. بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمیشن مشر مهدي حسن د مشال خان د پېښې په اړه وايي چې باید حکومت د سختدریځه سوچ ختمولو، د مذهب سپکاوي قانون کې د ترامیمو ترڅنګ د دې قانون په ناسمه توګه کاروونکو خلاف ګامونه پورته کړي. ''په پاکستان کې ټولنه تقسیم شوې ده. دلته د ګڼو کلتورونو او فکرونو خلک اوسیږي. موږ ټولو له د یو بل د فکرونو احترام پکار دی. په کومه سیمه کې چې د مشال خان پیښه شوې ده، هلته امنیتي حالات هم خراب وو.''

مشال خان د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۳مه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې بلوه ګرو مذهب ته د سپکاوي په تور وژلی وو خو وروسته حکومتي پلټنو وښودله چې مشال خان بې ګناه وو.

د مشال خان وژنې په کېس کې د خېبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ پر اوومه نېټه مرکزي ملزم، عمران علي ته د مرګ، پنځو نورو ته د عمري بند سزا او ۲۵ نورو ته یې د څلور څلور کلونو لپاره قېدا واوراوه. خو ۲۶ نور ملزمان د شواهدو د نشتوالي په بنياد خوشي کړل شول. سزا شوو خپله سزا زياته بللي او په عدالت کې يې چېلنج کړې وه.

XS
SM
MD
LG