د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د مارچ پر ۱۱مه پښتنو ته د "ورپېښو ستونزو" په اړه بنو کې درې ورځنۍ جرګه کوو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په کوټه کې ولسي غونډې ته وينا کوي. انځور له ارشيفه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په کوټه کې ولسي غونډې ته وينا کوي. انځور له ارشيفه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ويلي، پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" په اړه به د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د مارچ پر ۱۱مه جرګه کوي.

محمود خان اڅکزي د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت په کوټه کې د خپل ګوند له خوا جوړې شوې غونډې ته وويل چې دا درې ورځنۍ جرګه به د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان د زنداني استازي علي وزير د خوشې کولو د غوښتنې لپاره هم مهمه پرېکړه کوي.

"د عثمان شهيد تر شهادت وروسته چې موږ [د بلوچستان په پښتون مېشتو] سيمو وګرځېدو نو دغو [غونډو] ته وزیر هم راغلي ول او موږ دا ژمنه وکړه چې يوه ورځ به ټاکو او په دې ملک او جهان کې به جلوسونه راباسو چې علي خوشې کړئ خو هغه ونه شو او دوی [پي ټي اېم] روانه کړې ده."

علي وزير له تېرو څه باندې ۱۴ مياشتو راهيسې په کراچۍ کې بندي دی. پر نوموړي د رياست ضد څرګندونو تور دی خو هغه يې ردوي.

محمود خان اڅکزي د تېر کال (۲۰۲۱ز) د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ کې د ګوند د بلوچستان صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د جنازې مراسمو لپاره راغونډو شويو لسګونه زره کسانو ته په وينا کې اعلان وکړ چې درې مياشتې وروسته به د خيبر پښتونخوا په بنو کې پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" د حل په موخه جرګه کوي خو دغه جرګه هغه وخت ونه شوه.

نوموړي هغه مهال ويلي وو چې دوه کاله مخکې يې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين، علي وزير او د عوامي نېشنل ګوند ملګرو ته دا خبره کړې وه چې دا قام جرګه غواړي.

"په بنو کې درې ورځې د پښتانه قام جرګه کوو. ټول پښتانه علما، ټول پښتانه سياسي ګوندونه، پي ټي اېم او نور، ټول به کښېنو، د قام مسايل به بيانوو او د هغو حل به راباسو."

د عثمان کاکړ د جنازې مراسمو غونډې ته په وينا کې منظور پشتين هم د جرګې غږ کړی وو او زياته کړې يې وه چې د پښتنو د "روانو مرګونو او شهادتونو" د مخنيوي لپاره يوه جرګه پکار ده.

XS
SM
MD
LG