د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالانو پر ماشومانو د جنسي تېري د مخنیوي غوښتنه وکړه


ارشیف: خلک پر ماشومانو د جنسي تېریو ضد مظاهره کوي.

پېښورـ د خيبر پښتونخوا مدني فعالانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې پر ماشومانو دې د جنسي تېري د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

یو شمېر فعالانو د نومبر پر ۱۶مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د خیبر پښتونخوا په سرکاري محکمو کې اوس هم داسي کسان موجود دي چې له ماشومانو سره په جنسي تيريو کې ککړ دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پنجاب د راولپنډۍ پوليسو تېره اونۍ د سهيل اياز په نامه د داسې کس نیولو خبر ورکړ چې د دوي په وینا هغه منلې چې له ۳۰ څخه د زیاتو ماشومانو سره یې جنسي تېری کړی وو.

سهيل اياز د خيبر پښتونخوا د پرمختيا او منصوبه بندۍ په محکمه کې د سلا کار په توګه کار کړی وو.

مدني فعال قمر نسیم وايي:

"دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې په سرکاري او غیر سرکاري محکمو کې داسې کسان موجود دي چې پر ماشومانو جنسي تېری کوي."

د عمران ټکر په نوم یو بل مدني فعال وايي، په سرکاري یا غیر سرکاري محکمو کې د خلکو د ګومارلو پر مهال باید د خلکو هر اړخ ته جدي پام وشي.

نوموړی زیاتوي:

"د پينډۍ د پولیسو ستاینه پکار ده چې په هڅو یې دا تن ونیول شو او د نیا ته یې مخامخ کړو."

نوموړی وايي، نیول شوی تن تر دې وړاندې په اټالیا او برتانیه کې هم په ورته تورونو ویستل شوی وو او اوس په پاکستان کې یې هم ناوړه ګامونه پورته کړي ول چې نیول یې یو غوره کار دی.

په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړې رابعه بصري مشال راډيو ته وويل چې په سرکاري محکمو کې د هغو کسانو پرضد کارروايي کوي چې له ماشومانو سره په جنسي تيريو کې ککړ دي.

رابعه بصري وویل چې د نيول شوي تن مسله به په اسمبلۍ کې پورته کوي.

د ۲۰۱۹ کال په سېپټمبر کې یوې پاکستانۍ غیر دولتي ادارې په خپله سروې کې ویلي وو چې په پاکستان کې د مارچ نه تر سېپټمبره په شپږو میاشتو کې ۱۳۰۰ نه زیاتو ماشومانو باندې جنسي تېری شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG