د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پولیسو د جنسي تیري په تړاو ۲۲ کسان نیولي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پنجاب صوبې په چونیان کې پولیس چارواکي وايي له دریو ماشومانو سره د جنسي تشدد او د هغوی په وژنه کې د ککړ تن په اړه د پلټنو لپاره يې ۲۲ کسان نیولي دي.

پولیس وايي، کېدای شي د دې وژنو شاته یو سیریل کیلر یاني هغه تن وي چې پرله پسې يې ډېر کسان وژلي وي.

د پولیسو په وینا د اته کلن فیضان مړې له یوې صنعتي سیمې ترلاسه شوی او د دوو نورو ماشومانو مړي هم دغلته نېږدې موندل شوي دي.

ځایي میډیا وايي، د روان کال د نیمايي څخه د سیمې دری نور ماشومان هم ورک دي او یو بل تیره اونۍ لادرکه شوی دی.

د سیمې د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په یوه سیمه کې د دریو ماشومانو د مړو موندل دا اشاره ورکوي چې کېدای شي د وژنو تر شا يې یو تن وي.

د ضلعې د پولیسو مشر ذاهد نواز وايي، د ډي این اې د مالومولو لپاره يې د نیول شویو ۲۰ کسانو د وینې نمونې اخستی دی.

تیره اونۍ د وژنو پرضد د سیمې خلکو په لویه کچه قهرجنې مظاهرې کړې وې، لارې يې تړلې وې او دوکانونو ته یې تاوانونه رسولي وو.

د وژل شوي ماشوم فیضان پلار امتل سلام خبري اژانس ته ویلي، په ډېر کړاو یې خپل ځوی رالوی کړی وو او د مرګ غم يې نه شي زغملي.

هغه وايي چې انصاف غواړي.

چونیان د لاهور جنوب ته د قصور په ضلعه کې یوه سیمه ده چیرته چې له دې وړاندې هم د ماشومانو د وژنې او له هغوی سره د جنسي تشدد پېښې رامنځ ته شوي دي.

ځایي خلک وايي، دا پېښې ځکه ډېرې شوي چې اکثر د مجرمانو پرضد ګامونه نه پورته کېږي.

د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي غیر سرکاري اداره ساحل وايي چې په ۲۰۱۸م کال کې په پاکستان کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد ۳۸۰۰ پیښې يې ثبت کړي دي.

وزیر اعظم عمران خان ژمنه کړی چې د قانون عملي کوونکیو احتساب به کوي او زیاته کړې يې ده چې د پیښې د پلټنو په ګډون يې د ضلعې د پولیسو سمولو لړۍ پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG