د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پوليسو د فرشتې وژنې په تور یو کس نيولی


فرشته مومند د مې په ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه
فرشته مومند د مې په ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه

اسلام اباد ـ پولیس وايي، د مومندو ۱۱ کلنې فرشتې د وژنې په تور يې يو مشکوک کس نيولی دی.

د اسلام اباد په شهزاد ټاون تاڼه کې د فرشتې د قضیې پلټونکي افسر انيس اکبر د جونو پر ۲۳مه، مشال راډيو ته وويل، نيول شوی کس چې نثار احمد نومېږي، خپل جرم يې منلی دی.

د نوموړي افسر په وینا دغه تن د جون پر ۲۲مه عدالت ته وړاندې کړل شو او قاضي د نورو پلټنو لپاره هغه د ۱۴ ورځو په ريمانډ اډيالې زندان ته واستاوه.

انیس اکبر وايي، د فرشتې کورنۍ ورته معلومات ورکړي وو چې يو تن به يې لور تنګوله. دغې کورنۍ پولیسو سره د مشکوک تن د خاکې په جوړولو کې کومک کړی وو. چې بیا د جون پر ۲۱مه نثار نومی په اسلام اباد کې ګرفتار کړل شو.

فرشته مومند د مې په ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه او د مې پر ۲۰مه يې خراب کړل شوی مړی موندل شوی وو.

له هغې وروسته د فرشتې د کورنۍ غړو او ځايي خلکو په ترامړي چوک کې په احتجاج لاس پورې کړی وو. د فرشتې پلار وايي، پر لور يې تيری شوی وو او وروسته وژل شوې وه.

د انسپکټر انيس اکبر په وينا، ملزم د تفتيش پر مهال اقرار کړی چې پر ماشومې یې تېری کړی.

د فرشتې پلار ګل نبي د جون په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل، د اسلام اباد پولیسو د جون په ۲۲مه د دوی کورنۍ جېل ته وغوښته او هلته یې په عدالت کې ورته هغه تن وښود.

ګل نبي وايي، په دې کس یې ځکه شک وو چې له کله یې لور ورکه شوې وه نو دی هم غایب وو.

د انسپکټر انيس اکبر په وينا تورن تن نثار د هري پور دی او په اسلام اباد کې د فرشتې د کور په ګاونډ کې اوسېده.

XS
SM
MD
LG