د لاسرسي ځای

تازه خبر

عارف علوي: د حکومتي اقدماتو له وجې اقتصاد په ښه کېدو دی


عارف علوي وویل هېواد یې له سعودي عرب سره نېږدې اړیکي لري - پخوانی انځور
عارف علوي وویل هېواد یې له سعودي عرب سره نېږدې اړیکي لري - پخوانی انځور

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي د تحریک انصاف ګوند تر واکمنۍ مخکې ملک د زیاتې درغلۍ له وجې له مالي مشکلاتو سره مخامخ شوی وو خو اوسني حکومت د ښه تګلارو له وجې اقتصاد په ښه کېدو دی.

نوموړي چې د اګست پر ۲۰مه د حکومت د دویم پارلېماني کال د پوره کېدو په مناسبت د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې ته وینا پیل کړه نو لومړی د اپوزیشن ګوندونو غړو یې پر ضد نعرې ووهلې او وروسته یې د هغه له وینا پرېکون وکړ او تالار یې پرېښود.

علوي د اقتصادي حالت سمېدو دعوه پر داسې مهال کړې چې د پاکستان د شماریاتو وفاقي ادارې د اګست پر درېیمه په هېواد کې د افراط زر (انفلېشن) سطحې لوړېدو له وجې د ګرانۍ زیاتېدو خبر ورکړ او حکومت ویلي چې د کورونا وایرس جهاني وبا او د مخنیوي لپاره یې ټولبند او محدودیتونو د هېواد اقتصاد ځپلی دی.

البته د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې وو.

خو د هېواد اپوزیشن ګوندونه له تېر څه د پاسه یو کال راهیسې پر حکومتي اقتصادي او مالي تګلارو نیوکې کوي او پر ضد یې څو ځلې احتجاج هم کړی.

عارف علوي له دود سره سم، د پارلېمان غونډې ته په وینا کې د پاکستان د بریاوو ذکر وکړ او ویې ویل چې ولس او حکومتونو په ګډه د ترهګرۍ مقابله وکړه، افغان کډوالو ته یې له ۳۵ کلونو راهیسې په هېواد کې پناه ورکړې او درېیم، د سختدریځۍ افکارو پر ضد اقدامات دي چې د ده په وینا، دا هرڅه په ښه توګه شوي.

پر پاکستان د هېواد دننه او بهر د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد د کافي اقداماتو نه کولو له وجې انتقاد کېږي او همدا لامل دی چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په ۲۰۱۸ز کال کې هغه هېواد د څار په خړ لېسټ کې واچاوه او ورته یې سپارښتنه وکړه چې د ترهګرۍ تمویل او ناقانونه پیسو سپینولو مخنیوي هڅې دې وکړي چې اسلام اباد ورسره منلې ده.

ولسمشر عارف علوي د هېواد د بهرنیو اړیکو پر موضوع په خبرو کې وویل، هېواد یې له سعودي عرب سره "مضبوطه ملګرتیا" لري چې په راتلونکې کې به هم ولري.

د اګست په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند تر واک لاندې د کشمیر پر حالاتو په اړه له ریاضه د اسلامي هېوادونو سازمان د غونډې جوړولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې که سعودي عرب دا کار نه کوي، نو پاکستان به یې خپله وکړي.

تر دې بیان وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف پیدا شوی خو د اګست پر ۱۹مه وزیراعظم عمران خان ګنګوسې رد کړې.

د پاکستان ولسمشر پارلېمان ته په خپله درېیمه کلنۍ وینا کې وویل، اسلام اباد په افغانستان کې سولې غوښتونکی دی ځکه چې په وینا یې، په هغه هېواد کې اوږدمهالې ناامنۍ پاکستان ته خورا زیات تاوان رسولی دی.

ده د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پینځمه د هند ترواک لاندې د کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت او کورواکۍ ختمېدو راهیسې پر حالاتو هم خبرې او انتقاد وکړ چې نوی دلی یې خپله کورنۍ موضوع بولي او زیاته یې کړه چې پاکستان به اسراییل په رسمیت و نه پېژني.

د اسراییلو په اړه علوي دا خبره تر هغې څو ورځې وروسته کړې چې د اګست پر ۱۳مه متحده عرب امارات او اسراییل د بشپړو ډېپلوماټیکو اړیکو پر پیلولو سلا شول.

پر وینا د اپوزیشن غبرګون

د ولسمشر تر وینا وروسته، د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د پارلېمان له ودانۍ بهر خبریالانو ته وویل چې د اوسني حکومت د خرابو تګلارو له وجې هېواد له مشکل حالته تېرېږي او چې څومره ژر کولای شي، له حکومته د ځان خلاصولو هڅې کوي.

پخواني وزیراعظم او د پیپلز ګوند پارلېماني استازي راجا پروېز اشرف تور پورې کړ چې ولسمشر ریښتیا و نه ویل ځکه چې که واقعیتونه ولیدل شي نو هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او پاکستان د حکومت د خرابې بهرنۍ تګلارې له وجې، د ده په وینا، په نړۍ کې ګوښه شوی دی.

د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر خواجه اصف هم اشرف ته ورته خبرې وکړې او ویې ویل چې ولسمشر په داسې ویناګانو ولس دوکه کول غواړي خو اپوزیشن به یې په دې کار کې بریا ته پرېنږدي.

اصف زیاته کړه چې اپوزیشن ګوندونه به تر عاشورې وروسته یعنې د اګست په پای کې د حکومت ضد ګډه تګلاره اعلان کړي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د اپوزیشن لوړپوړي سیاستوالان د احتساب له بهیره د ځان ساتلو لپاره د احتجاجونو ګواښ کوي.

حکومت وايي، د اپوزیشن له احتجاجونو نه وېرېږي، د احتساب عمل او اصلاحاتو ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG