د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن: د سعودي په اړه د قریشي بیان د سفارتکارۍ ضد دی


اپوزیشن وايي، د قریشي بیان له سعودي سره د پاکستان اړیکې زیانمنوي.
اپوزیشن وايي، د قریشي بیان له سعودي سره د پاکستان اړیکې زیانمنوي.

په پاکستان کې دوو مهمو اپوزیشن ګوندونو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قریشي په بیان تنقید کړی او ویلي یې دي چې ډېپلوماسي په دا ډول پرمخ نه وړل کېږي.

شاه محمود قريشي د اګست پر پنځمه له یو شخصي تلویزون (اې ار وای) سره په مرکه کې ویلي وو چې د کشمير په مسله دې سعودي عرب د اسلامي هېوادونو د سازمان (او اي سي) غونډه راوغواړي ګیني مجبور به شي چې د سعودي عرب بغير د ملګرو هېوادونو یو کانفرنس وکړي.

تر دې وروسته مسلم لیګ (ن) ګوند د قریشي بیان غندنه وکړه او ویې ویل چې دا د ډېپلوماسۍ یو بدترین مثال دی.

پاکستان د دفاع پخواني وزير او د مسلم ليګ (ن) ګوند يو مخکښ خرم دستګیر خان د اګست پر اوومه مشال ریډيو ته وویل، پکار نه وه چې قریشي دا ډول بیان ورکړی وای، بلکې نوموړي باید له مخالفو ګوندونو سره پرې سلا مشوره کړې وای:

"دا یو ډېر بدمرغه بیان دی چې ورباندې سمه سلا نه ده اخېستل شوې، ځکه چې موږ له سعودي عرب سره پخواني تعلقات لرو. که څه اختلافات شته نو پکار نه ده چې په داسې بدمرغه ډول یې اظهار وشي لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر وکړ. که له سعودي عرب سره د پاکستان څه مسلې وي نو پکار ده چې په سفارتي توګه حل شي."

خرم دستګیر وړاندې وویل چې د کشمیر په مامله کې سعودي عرب تل خپل مهم کردار لوبولی دی.

"د اسلامي هیوادونو سازمان (او ای سي) چې سعودي عرب یې یو مهم غړی دی، له ډېرو کلونو راهیسې د کشمیر په اړه د رابطې یوه ډله لري. په دې اړه سعودي عرب همېشه مثبت پاتې شوی دی. ډېپلوماسي داسې نه ده چې پکې د یو مکمله ګټه او د بل تاوان وي."

د شاه محمود قریشي بیان په داسې مهال مخې ته راغلی چې د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پنځمه هند د جمو او کشمیر ځانګړې اییني حیثیت ختم کړ او له ځان سره یې یو ځای کړ. تر هغې پس پاکستان په مختلفو فورمونو په بیا بیا ویلي چې د کشمیر مسله باید حل کړل شي او نړیواله ټولنه دې پکې منځکړیتوب وکړي.

خو هند وايي چې کشمیر یې کورنۍ مامله ده او د چا مداخلت نه مني.

په قامي اسمبلۍ کې د پيپلز پارټۍ غړي ساجد حسين توري د اګست پر اوومه له مشال سره په خبرو کې د شاه محمود قریشي بیان غیرذمه واره و بللو.

د ۲۰۱۸ز کال د جولای تر انتخاباتو وروسته چې پاکستان تحریک انصاف ګوند واکمن شو او ایتلافي حکومت یې جوړ کړ نو هغه مهال یې ویلي وو چې هیواد له لویو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخامخ دی.

هغه وخت حکومت د مالي مشکلاتو د هواري لپاره له سعودي عرب، چین، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو په اسانو شرطونو پورونه واخېستل. وروسته بیا د دغو پورونو پر اساس اسلام اباد وویل چې پاکستان یې له دیوالیه کېدو نه بچ کړ.

دا چې د شاه محمود قریشي بیان به د پاکستان او سعودي پر تعلقاتو څه اثر وکړي که څنګه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې په پاکستان کې د سيمه یيزو چارو پوه مشرف زېدي د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان او سعودي عرب دواړه ژورې او تاريخي اړېکې لري نو له داسې بيانونو نه ډډه پکار ده.

"د قریشي صيب بيان به د پاکستان لپاره اثرات ولري، خو زما په فکر د بيان ورکولو په وخت ورته غور نه دی شوی. که د بيان مقصد په څه باندې عدم اطمینان ظاهرول ول یا که مقصد یې له کشمیر سره خپل ملاتړ ښوول وو نو زما په فکر څوک په دې باور نه دي چې د اسلامي هېوادونو سازمان (او اې سي) به په موثره توګه د کشمير د حيثت په اړه څه بدلون راوستې شي. د کشمیر په مسله کې به بدلون هله راځي چې پاکستان، هند او چین له یو بل سره کیني او اتفاق وکړي چې دغه مسله حل کول غواړي. نو زه نه پوهیږم چې د بیان تر شا مقصد څه و. زه له دې سره اتفاق نه کومه، دا د سفارتکارۍ طريقه نه ده."

پر دې اړه مو د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ وزير فواد چوهدري سره رابطه وکړه نو نوموړي وويل چې په ده موضوع خبره نه شي کولی.

خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې عایشې فاروقي د اګست پر شپږمه اونيزه خبري غونډه کې د شاه محمود قریشي څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې د کشمیر په مامله د پاکستان ولس له سعودي عرب نه ډېره تمه لري نو باید چې دغه اسلامي مملکت دې د کشمیر مسله په نړیواله کچه راپورته کولو کې خپل رول ولوبوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG