د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: جولای کې د خوراکي شیانو بیې لوړې شوې


د شماریاتو اداره وايي، په ټولیزه توګه په جولای کې د سبزیو بیې څه باندې ۲۳ سلنه لوړې شوې
د شماریاتو اداره وايي، په ټولیزه توګه په جولای کې د سبزیو بیې څه باندې ۲۳ سلنه لوړې شوې

د پاکستان د شماریاتو وفاقي اداره وايي، د جون پرتله په جولای کې د بېلا بېلو خوراکي شیانو بیې، د انفلېشن په کچ کې تر ۲.۵ فیصده لوړوالي وروسته زیاتې شوې دي.

دې ادارې د اګست پر درېیمه په رپورټ کې ویلي چې په هېواد کې د انفلېشن (افراط زر) کچ هم د ۲۰۱۹ز کال پرتله لوړ شوی دی.

د شماریاتو ادارې په وینا، په ۲۰۱۹ز کال کې د انفلېشن سطح ۶.۸ او اوسمهال ۹.۳۰ فیصده ده.

کله چې په یوه هېواد کې د چاپ پیسو (کرنسۍ) نوټونه خورا زیات وي خو د ډالر یا بلکې پیاوړې کرنسۍ پرتله یې ارزښت کم وي او همداراز، اقتصادي وده کمه وي، نو انفلېشن یعنې افراط زر یا د پیسو زیاتوالی زېږي.

په بله معنا، د کرنسۍ ارزښت له کورنۍ او نړیوال بازار سره تړلې وي.

د انفلېشن زیاتېدو له وجې د پیسو ارزښت کمېږي نو ځکه د خلکو د شیانو اخیستو توان هم کمېږي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرانو سازمان عمومي سېکرټر او د پاکستان د سوداګرۍ او صنعتونو خونې غړی ظاهر شاه وايي، په پاکستان کې د تېلو بیو لوړېدو او د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت له کمېدو سره د خوراکي توکو بیې زیاتې شوې.

د پاکستان حکومت په جولای کې د تېلو بیې لوړې کړې.

د هغه هېواد اقتصاد وار له مخه له ستونزو سره مخامخ وو چې د چارواکو په وینا د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند او محدودیتونو لا خراب کړ.

خو د اګست پر درېیمه وزیراعظم عمران خان په بیان کې اړونده ادارو ته امر کړی چې د خوراکي شیانو بیې دې کنټرول کړي.

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي، د کورونا وایرس وبايي حالاتو له وجې په پاکستان کې د خلکو ګټه کمېږي او د شیانو بیې په لوړېدو دي.

د ګرانۍ او انفلېشن په اړه بشپړ غږیز رپورټ

د ګرانۍ په اړه راپور دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:54 0:00

د پاکستان د شماریاتو وفاقي اداره وايي، د جون پرتله په جولای کې د چیني (بورې)، اوړو، ټماټرو (رومیان یا باټینګر) او نورو سبزیو بیې لوړې شوې دي.

د ادارې په وینا، په ټولیزه توګه په جولای کې د سبزیو بیې څه باندې ۲۳ سلنه، د غنمو اوړو ۷.۴، د چیني ۳.۸ او د غوښې بیې ۳.۹ فیصده لوړې شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG