د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د زرګونه بندیانو خوشې کولو بدل کې د اوربند وړاندیز کړی: نادري


افغان ځواکونه په کندهار کې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال - د ارشیف انځور.
افغان ځواکونه په کندهار کې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال - د ارشیف انځور.

د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې یوه غړي ویلي، طالبانو ورته د خپلو ۷،۰۰۰ وسله والو د خوشې کولو په بدل کې د درو میاشتو د اوربند وړاندیز کړی دی.

د افغانستان د مرکچي پلاوي مهم غړي احمد نادر نادري د جولای پر ۱۵مه په کابل کې خبري غونډې ته ویلي چې دا د طالبانو یوه لویه غوښتنه ده.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر له پیلېدو راهیسې بریدونه زیات کړي او د سپین بولدک مهم بندر یې نیولی دی.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي، د اګست پر ۳۱مه یې په افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته رسي.

نادري خبریالانو ته دا هم وویل چې طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له تور نوملړه د خپلو مشرانو د نومونو ایستلو غوښتنه هم کړې ده.

په سمدستي ډول افغان حکومت د طالبانو دې غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ورکړی او طالبانو هم لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.

نادري په خبرو کې پر طالبانو تور پورې کړ چې د افغانستان د ۲۹ ولایتونو په ۱۱۶ ولسوالیو کې یې حکومتي ودانیو ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو تاوان رسولی دی، خو طالبانو دا تور رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG