د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي ايران ورته د پخوانیو افغان امنيتي ځواکونو وسلې او پوځي ګاډي سپارلي


هغه هاموي ګاډي چې طالبان وايي ایران ورته سپارلي دي - د جون اتمې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ايران ورته هغه وسلې او پوځي ګاډي سپارلي چې پخوانيو امنيتي ځواکونو وروړي ول.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د جون پر اتمه په يو بيان کې وويل چې په ورسپارل شویو شیانو کې درنې او سپکې وسلې هم شاملې دي. د وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر ليکلي چې ایران ورته هاموي او رېنجر ګاډي، د اور وژنې موټر او لسګونه ټوپکونه ورسپارلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. په هغه وخت کې افغان ځواکونه وپاشېدل. په ځينو سرحدي سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو افسرانو ګاونډيو هېوادونو لکه ايران، تاجکستان او ازبکستان ته ځينې هیليکاپټرونه او وسلې ولېږدولې.

طالبانو د تېر کال په ډېسمبر کې اعلان کړی وو چې د هغو وسلو ورستنولو پر سر یې له ګاونډیو هېوادونو سره بحثونه پیل کړي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه ژرترژره الوتکې افغانستان ته انتقال شي.

له رپورټونو سره سم، د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې کابل ته د طالبانو د ننوتلو پرمهال د هوایي ځواک تر ۶۰ زیاتې پوځي او بار وړونکې الوتکې او هیليکاپټرې ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوې. هغه الوتکې او نور پوځي سامانونه امریکا د پخوانیو افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره اخیستي ول.

د امريکا د دفاع وزارت ویاند جان کېربي د جنورۍ په نيمايي کې په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پر مهال وويل چې د افغانستان له ګاونډيانو سره خبرې کوي چې طالبانو ته هغه وسلې و نه سپاري.

کېربي زیاتوي، "موږ لا هم د هغو هېلیکاپټرو د برخلیک معلومولو په اړه کار کوو. دا چې له دې هېلیکوپټرو سره به څه کېږي، زه په دې اړه تازه جزییات نه لرم، خو زه فکر کوم دا تصور تر اوسه پر خپل ځای دی چې یادې هیلیکاپټرې به بیرته افغانستان ته نه استول کېږي چې طالبان ترې استفاده وکړي."

XS
SM
MD
LG