د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان الوتکې او هېلېکاپټرې ورستنې کړي


رپورټونه وايي، پر کابل د طالبانو د واکمنېدو پرمهال لسګونه الوتکې او هیليکاپټرې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال شوې - انځور له ارشیفه
رپورټونه وايي، پر کابل د طالبانو د واکمنېدو پرمهال لسګونه الوتکې او هیليکاپټرې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال شوې - انځور له ارشیفه

طالبانو د افغانستان د پخواني هوایي ځواک د هغو الوتکو او هیليکاپټرو هېواد ته د ورستنولو پر سر له ګاونډیو هېوادونو سره بحثونه پیل کړي دي چې اوسمهال له هېواده بهر دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې ژر تر ژره دا الوتکې افغانستان ته انتقال شي.

مجاهد وويل له افغانستانه یې بهر په نورو هېوادونو کې د الوتکو په اړه له ګاونډيو هېوادونو سره تماسونه نیولي او بحثونه روان دي. نوموړی وايي، هغه الوتکې او هیليکاپټرې د افغانستان ملکیت دي.

مجاهد د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخيستی، خو د راپورونو پر بنسټ د اګست په نیمايي کې کابل ته د طالبانو د ننوتلو پرمهال د هوایي ځواک تر ۶۰ زیاتې پوځي او بار وړونکې الوتکې او هیليکاپټرې ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG