د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی ایران ته تللی دی


ایران چې له افغانستان سره شااوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ایران چې له افغانستان سره شااوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په یوه رسمي سفر تهران ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق د جنورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې دا پلاوی به د افغانستان او ایران د اړېکو د لا پیاوړتیا، تجارت، صنعت او همداراز د سرحدونو او نورو موضوعاتو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

ایران چې له افغانستان سره شااوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده تېره اوونۍ خبریالانو ته ویلي وو چې ایران تر اوسه هغه ټکي ته نه دی رسېدلی چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دي پېژندلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG