د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د القاعدې له سیمه ییزې ډلې سره "نېږدې اړیکي" پالي


له هراته خوشې شوي طالب بندیان (د ۲۰۲۰ز د جون ۱۷مه)
له هراته خوشې شوي طالب بندیان (د ۲۰۲۰ز د جون ۱۷مه)

واشنګټن - د امریکا د دفاع وزارت په یوه تازه رپورټ کې ویلي چې په افغانستان کې د وسله والې ډلې القاعدې سیمه ییزه څانګه له طالبانو سره "نېږدې اړیکي" پالي او هلته پر مېشتو امریکايي سرتېرو په بریدونو کې "دوامداره دلچسپي" لري.

د فبرورۍ پر ۲۹مه طالبانو او امریکا د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم، طالب وسله وال سلا شول چې د القاعدې په څېر ترهګرۍ ډلې به د خوندي پټنځای او د حملو پلانولو لپاره د افغانستان کارولو ته نه پرېږدي.

خو د جولای پر لومړۍ نېټه پېنټاګان په خپل رپورټ کې ویلي چې طالب وسله وال لا هم د هند په نیمه وچه کې له القاعدې ډلې سره کار ته دوام ورکوي.

د امنیتي ارزونې دا شپږ میاشتنی رپورټ چې د کانګرس لپاره تیار شوی پکې راغلي، د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګه "د طالبانو د ټیټې سطحې د غړو ملاتړ کوي او ورسره یې د افغان حکومت کمزوري کولو په هڅو کې کار په تسلسل جاري ساتلی."

رپورټ وايي، القاعده همداراز "په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو او غربي اهدافو بریدونو ته دوامداره لېوالتیا لري."

په رپورټ کې د القاعدې د بیانونو په حواله ویل شوي چې هغه ډله "له طالبانو سره په ځینو بریدونو کې مرسته" هم کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د اختر له اوربند راهیسې طالبانو پر افغان ملي امنیتي ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د اختر له اوربند راهیسې طالبانو پر افغان ملي امنیتي ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړی

په "افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت" تر سرلیک لاندې د پېنټاګان په رپورټ کې راغلي چې د افغان سولې په بهیر کې پر "وروستیو پرمختګونو" سربېره، د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګه "ښايي د حفاظت او روزنې په موخه په افغانستان کې له طالبانو سره نېږدې اړیکي پالي."

ویل کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې "مهم" غړي ځان ژغورنې ته زیاته توجه ورکوي او سیمه ییزه مشري یې د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګې ته سپارلې ده.

په رپورټ کې راغلي حال دا چې القاعده اوس هم پر امریکايي سرتېرو او په افغانستان کې پر غربي اهدافو بریدونو ته لېواله ده، خو د ترهګرۍ پر ضد د نړیوال اېتلاف فشار له وجې یې د "طالبانو له ملاتړ بغیر د عملیاتو وړتیا کمه شوې ده."

د پېنټاګان په رپورټ کې د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر له لومړۍ څخه د ۲۰۲۰ز کال د مې تر ۳۱مې پورې د پېښو ارزونه شوې.

تر دې شاوخوا یو میاشت مخکې ملګرو ملتونو هم په یوه رپورټ کې ویلي ول چې القاعده او طالبان "د پخوانۍ دوستۍ، د ګډو هڅو د تاریخ، نظریاتي خواخوږۍ" او د ډلو په یو بل کې "د ورګډېدو پر اساس لا هم یو بل ته نېږدې دي."

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې دا هم راغلي چې کله د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې وې نو طالبانو "مسلسل" له القاعدې سره "مشورې" کولې او ورته یې "ډاډ" ورکړی وو چې ورسره به "پخواني تعلقات برقرار" ساتي.

خلیلزاد وايي د ملګرو ملتونو رپورټ له طالبانو سره تر موافقې مخکې حالات بیانوي
خلیلزاد وايي د ملګرو ملتونو رپورټ له طالبانو سره تر موافقې مخکې حالات بیانوي

خو هغه مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د رپورټ موندنې غیر مهمې بللې وې او ویلي یې ول چې د رپورټ زیاتره برخه د امریکا او طالبانو تر موافقې مخکې حالات بیانوي.

هغه موافقه اوس حساس حالت ته داخله شوې ځکه چې د مې په پای کې د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښې روانې دي.

د جون پر ۳۰مه د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل، له فبرورۍ راهیسې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو هره ورځ اوسط ۴۴ بریدونه کړي دي.

له موافقې سره سم، امریکا د جولای تر نیمايي پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۲،۰۰۰ څخه ۸،۶۰۰ ته پر ټیټولو سلا شوه.

که پر دې موافقې عمل دوام مومي نو د ۲۰۲۰ز کال تر نیمايي پورې به ټول امریکايي او بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG