د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ملګروملتونو د مرستو هرکلی وکړ


په هرات کې پر ځینو اړمنو د مرستو وېش - انځور له ارشیفه
په هرات کې پر ځینو اړمنو د مرستو وېش - انځور له ارشیفه

د طالبانو حکومت وایي، د ملګرو ملتونو مرستې مهمې دي او باید دوام ولري.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په مېلیونونو کسان له قحطۍ او لوږې سره مخامخ دي د ملګرو ملتونو نویو مرستو ته د افغانانو هیلې پيدا شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د مرستو هرکلی کوي او په دې برخه کې یې حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. "موږ د نړیوالې ټولنې له مرستو او همکاریو مننه کوو او هرکلی یې کوو. غواړو چې دا مرستې نورې هم زیاتې شي ځکه چې د افغانستان خلک همکاریو او کومک ته ډېر ضرورت لري- هم په بشري، هم په روغتیایي او په بېلابېلو برخو کې. اړمنو کسانو ته د دې مرستو په رسولو کې هڅه کوو چې شفافیت وي او موږ خپله وظیفه ښه ادا کړو. همداراز کوم موسسات چې له افغانانو سره مرستې کوي او مرستې وررسوي هغوی هم له موږ سره په همغږۍ کې دي."

ملګرو ملتونو مخکې د افغانستان بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی دی چې سږ کال ژمی به په مېلیونونو افغانان له لویو ستونزو سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستېفان دوجارېک د جنورۍ پر څلورمه په یو بیان کې وویل، په سلګونو مېلیونه ډالره یې له افغانانو سره د مرستې لپاره غونډ کړي دي. "د ډېسېمبر د میاشتې په ترڅ کې زموږ شریکانو موږ ته اووه مېلیونه ټڼه غذایي مواد چمتو کړل. همداراز د ژمې پرمهال د بېوزلو لپاره نغدې مرستې او د وسایلو مرستې شته. مرستندویانو د بشري مرستو د دوو درخواستونو په ځواب کې یو نیم میلیارده ډالر راټول کړي دي."

ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو مخکې ویلي ول چې دوی به د طالبانو حکومت ته مرستې ور نه کړي، بلکې د نړیوالو موسسو له لارې به یې اړمنو کسانو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (یو اېن اوچا) ویلي دي چې واورو او بارانونو د تېرو دوو درېیو ورځو په ترڅ کې د افغانستان ډېرې سیمې اغېزمنې کړې دي. طالبانو د جنورۍ پر پینځمه د ورښتونو له امله بیړنی وضعیت اعلان کړ.

یوشمېر مرستندویانو د ژمي تر راتګ مخکې د سختې یخنۍ وړاندوینه کړې وه او د سړې هوا او لږو خوړو له امله یې دا اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښایي ګڼ افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې طالبان پر هېواد واکمن شول او درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې لا هم نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG