د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پر بې‌ ځايه شويو کورنیو څه تېرېږي؟


د ملګرو ملتونو د کډوالو دې ادارې ویلي، د افغان کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو وضعیت خراب دی - انځور له ارشیفه
د ملګرو ملتونو د کډوالو دې ادارې ویلي، د افغان کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو وضعیت خراب دی - انځور له ارشیفه

د کډوالو نړیوال سازمان د ژمي له پیل سره په افغانستان کې هغو کورنیو حالت د جدي اندېښنې وړ بللی دی چې بې کوره شوې دي.

د دې سازمان په رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې خلکو په ۲۰۲۱ کال کې له کړاو ډک وخت تېر کړ او په تېره بیا هغه څه باندې شپږ نیم لکه کسان چې یوازې همدې کال کې د جګړو او سختو اقتصادي ستونزو له کبله بې کوره شوي وو.

د سازمان رپورټ زیاتوي چې دمګړۍ افغانستان پنځه نیم میلیونه کورني بې‌ځایه شوي کسان لري چې د ژمي سړه هوا او د خوړو کموالی یې ژوند ګواښي.

له دې ډلې د فراه ښار ته ګڼې داسې ښځې، ماشومان او نارینه ور کډه شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د ګلستان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې نوم‌ یې وانه‌ خیست له مشال راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې پخوا به‌یې نارینه کار کاوه، خو اوس کار نه‌شته.

دا وایي، "زموږ کور په بمبار کې نړېدلی دی، موږ په داسې کنډواله کې ژوند کوو، زموږ نارینه سهار ځي روزانې ته بېرته راځي هېڅ پیسې نه‌ راوړي، ماشومان مو وږي دي، حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي، هغه بل حکومت چې و نارینه مو د ورځې درې سوه درې نیم سوه ګټلې، خو اوس بې‌کاره بېرته کور ته راځي."

د کډوالو نړیوال سازمان د جنورۍ پر دویمه خبر ورکړی چې غواړي د افغانستان په څو سیمو کې له دوو لکو بې‌ځایه شویو کسانو سره داسې مرستې وکړي چې د ژمي لپاره تودې جامې، کمپلې او منقلونه پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو دې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغان کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو وضعیت خراب دی او د ژمي پر مهال میلیونونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

خو یو شمېر کورني بې‌ ځایه شوي بیا وايي چې مرستې مستحقو کسانو ته نه‌ رسول کېږي.

د غزني د ګیلان یو اوسېدونکی چې خپل نوم‌ یې نه‌ دی اخیستی مشال راډیو ته پیغام رالېږلی او وايي چې د طالبانو حکومت یوازې ملایانو ته مرستې ورکوي او نور مستحق کسان‌ یې هېر کړي دي.

دی وایي، "مستحق دي که غیر مستحق دي دا څلورمه مرسته ده، نه چا ترلاسه کړې، نه‌ یې چاته ورکوي. موږ عامیان یو. دا مرستې ملایانو ته ورکوي، دا حکومت د ملایانو دی له ملایانو سره مرستې کوي."

د کډوالو نړیوال سازمان په وینا د ژمي په موسم کې کورني بې‌ ځایه شوي خلک له ډېرو اغېزمنو کسانو څخه دي او د ژمي سړې شپې او ورځې په سختۍ تېروي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي او که عاجلې بشري مرستې ونه‌ شي نو یوه انساني ناورین به رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG