د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري: افغان طالبان دې ټي ټي پي د پاکستان ایین منلو ته اړ باسي


پاکستاني سرتېري په خیبر کې له خپلې پوستې څخه سیمه څاري - پخوانی انځور.
پاکستاني سرتېري په خیبر کې له خپلې پوستې څخه سیمه څاري - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري پر افغان طالبانو غږ کړی دی چې د سيمې د امن او ثبات لپاره پر تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې خپل نفوذ وکاروي.

نوموړي د سېپتمبر پر ۲۸مه په واشنګټن کې د امريکا د سولې په انسټيټيوټ کې په خپله وينا کې زياته کړې، دا خبره به "غلطه نه وي" چې د کابل تر سقوط وروسته د تحريک طالبان پاکستان غړو ته په "افغانستان کې د پټېدو زمينه برابره" شوې.

بوټو په عين وخت کې د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحريک طالبان پاکستان سره د اسلام اباد اوربند يو ښه ګام وباله خو و يې ويل چې تمه لري چې افغان طالبان به پر پاکستانيو طالبانو د "خپل اثر" په کارولو هغه ډله "وسلې کښېښودو" او د "پاکستان ايين منلو ته راضي "کړي.

تحریک طالبان پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بلاول بوټو زرداري د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د وزیراعظم شهباز شریف او د بلاول بوټو زرداري څرګندونې رد کړې وې.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سېپټېمبر پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې القاعده، اسلامي دولت (داعش)، تحريک طالبان پاکستان او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې"خوندي ځايونه" لري. په عین وخت کې ورته خبرې د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم وکړې.

خو د طالبانو حکومت د دوی دعوې رد کړې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره هېڅ ډلې ته د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو حکومت داراز دریځ لري چې په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله وجود نه لري خو د اسلام اباد او ټي ټي پي ترمینځ یې د سولې د خبرو منځګړتوب کړی دی.

د شهباز شريف څرګندونو ته تحريک طالبان پاکستان هم غبرګون ښوولی وو او ويلي یې ول چې د هغه هېواد امنيتي ادارو وسله والې ډلې جوړې کړې او خوندي ځايونه یې ورته ورکړي دي. هغې وسله والې ډلې زیاته کړې چې دوی د خپلو حملو لپاره د نورو ځايونو کارولو ته اړتيا نه لري ځکه چې د دې کار لپاره خپلې قبايلي سيمې لري.

د سېپټېمبر پر ۲۸ مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له اسوشيېټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې وويل چې په افغانستان کې د طالبانو اوسنی لنډمهالی حکومت یوازې کول به "خطرناکې نتيجې" ولري.​

خو اسلام اباد په وروستیو کې په بیا بیا پر کابل ټینګار کړی دی چې پر تحریک طالبان پاکستان دې نفوذ وکاروي.

البته پوښتنه دا ده چې ایا افغان طالبان پر ټي ټي پي دومره نفوذ لري چې د پاکستان ایین منلو او وسلو کښېښودو ته یې اړ کړي؟

خبریال او د سیمه ییزو چارو پوه سمیع یوسفزی یې په ځواب کې وايي، افغان طالبان دا کار کولی شي خو ځکه به یې و نه کړي چې پاکستاني طالبان هم د افغان طالبانو د حکومت په څېر ځانته يو نظام غواړي.

ده د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دواړه ډلې د پخواني افغان حکومت خلاف يوځای جنګېدلې دي. " افغان طالبان دومره ځواک لري چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې بهر کړي خو داسې به و نه کړي ځکه چې دا به د افغان طالبانو د نظريې او اصولو خلاف کار وي."

افغان طالبان خپله په ترهګرۍ کې ښکېل پاتې شوي دي. دوی د پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو خلاف په جنګونو کې د افغانانو وينې توی کړې دي. دوی اوس وايي چې د افغانانو پر وينه دې تجارت بند شي.
سید عرفان اشرف

یوسفزی وايي، پرته له شکه چې تحريک طالبان پاکستان د اسلام اباد لپاره سرخوږی جوړ شوی دی خو په داسې حال کې چې د افغان طالبانو حکومت لا هم کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی، پاکستانيو چارواکو ته په کار نه ده چې په نړيوالو غونډو کې ووايي چې "افغانستان د ترهګرو د ځالې بدلېدو" په حال کې دی.

يوسفزي زياته کړه، دا رقم تورونه به پخواني افغان حکومت لګول چې په پاکستان کې موجودې وسله والې ډلې په افغانستان کې ناامني خپروي.

بلخوا د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې يو استاد ډاکټر سيد عرفان اشرف هم وايي چې د پاکستان او افغانستان له خوا پر يو بل د تورونو او په نتيجه کې يې خرابو اړيکو تل په سيمه کې ترهګرۍ ته لمن وهلې ده.

نوموړی البته ګڼي چې د طالبانو حکومت دا مهال له معاشي او سفارتي مسلو سره مخامخ دی نو ځکه تحريک طالبان پاکستان ډله وسلې کښېښودو او د پاکستان ايين منلو ته نه شي اړ کولی.

اشرف د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي دا خبره سمه ده چې پاکستان د افغانستان پر موضوع تجارت کوي.

خو نوموړی زياتوي چې د افغان طالبانو دا خبره به هله موثره وي چې د یوه سیاسي بهیر له لارې د افغان ولس باور ترلاسه کړي. "افغان طالبان خپله په ترهګرۍ کې ښکېل پاتې شوي دي. دوی د پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو خلاف په جنګونو کې د افغانانو وينې توی کړې دي. دوی اوس وايي چې د افغانانو پر وينه دې تجارت بند شي. دا خبرې به يې هله ځای ونيسي او په پاکستان به د فشار لامل شي چې له ترهګرۍ لاس واخلي او د ولس په رايو حکومت جوړ کړي."

د پاکستان وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير پر داسې مهال په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان په موجودګۍ اندېښنه ښيي چې په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په ملاکنډ ډېوېژن او يوشمېر نورو سيمو کې که له يوې خوا عام ولس، د اسمبلۍ غړي او امنيتي سرتېري په وسله والو بريدونو کې په نښه او وژل شوي دي نو له بلې خوا په هغو سيمو کې د وسله والو د منظمېدو د مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې هم شوې دي.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې له تحريک طالبان پاکستان سره يې اوربند پر ځای دی او دا چې پوليس او امنيتي ادارې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG